د الله جل جلاله ورکړه

لیکوال:حامد افغان

اسحاق بن عباد البصري وایي: خوب کې دری څلور ځله چا راته وویل: پاڅه د هغه غریب مرسته وکړه، راويښ شوم، کور مې پوښتنه وکړه زموږ ګاونډیانو کې کوم غریب شته؟ چا ته صحي پته نه وه، دری سوه درهم مې راواخيستل، په کچره سپور شوم، ښه لیري د یوه جومات خواته کچره ودریدله، جومات ته ننوتلم، چې کتل مې په دې نیمه شپه هلته یو سړی په لمانځه ولاړ و!

سړي ته چې ورغلم ښه جوړ مو سره وکړل، مال وه د الله بنده په دا نیمه شپه څنګه دلته راغلی یې؟! هغه راته کړه یو کار مې پیل کړی و، سل درهمه مې لرل هغه هم رانه په کې ولاړل او دوه سوه نور پوروړی شوم.

ما خپل دری سوه درهمه راوايستل او هغه ته مې ورکړل، بیا مې ورته وویل: ما پېژنې؟ ول نه، مال زه اسحاق بن عباد البصري یم، فلاني ځای کې مې کور دی، هر کله چې کومي ستونزي سره مخ شوې زما کور ته راځه، زه به یې درته حل کوم. هغه راته وویل: الله دې په تا رحم وکړي، موږ ته چې کله ستونزه او تکلیف ورسیږي د هغه ذات کور ته ځان رسوو چې ته یې په دا نیمه شپه کې له خوبه راويښ او تر دې ځایه راورسولې!

شعب الایمان للبیهقي