سعودي میلياردر وليد بن طلال د ناڅرګند جوړجاړي له مخې خوشې شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سعودي حکومتي سرچينې وايي، چې د شاهي کورنۍ مهم غړی او نړيوال پېژندل شوی ميلياردر سوداګر وليد بن طلال له حکومت سره د ناڅرګند جوړجاړي له امله له زندانه خوشې شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د سعودي سرچينو له خولې ليکلي، چې د سعودي لويې څارنوالۍ د حکومت او وليد بن طلال ترمنځ د جوړجاړي تاييد کړی او تېره ورځ پر ځايي وخت له غرمې وړاندې يوولس بجې له ريټز کارلټن هوټل څخه ازاد شو.

لويې څارنوالۍ ويلي، چې د حکومت او وليد بن طلال ترمنځ مالي جوړجاړی نه دی شوی، بلکې د هغو مخالفتونو له امله جريمه شوی او جوړجاړی هم د تورن د خپل اقرار له مخې شوی دی.

تېره ورځ هم سعودي رسنيو خبر ورکړی و، چې حکومت د مالي فساد په تور نيول شوي لسګونه شهزادګان د مالي جوړجاړي په پایله کې خوشې کړي او تېره شپه ناوخته د وليد بن طلال د خوشې کېدو خبر هم خپور شو.

تېره ورځ سعودي سرچينو ويلي و، چې وليد بن طلال له حکومت سره له جوړجاړي انکار کوي.

وليد بن طلال نړيوال پېژندل شوی سوداګر دی، په ايپل او ټويټر شرکتونو کې د برخو سربېره د امریکا او اروپا په ګڼو کارخونو کې برخې لري. نوموړی د نړۍ په پنځه څلوېښتو اولې درجې ميلياردرانو کې هم دی.

د سعودي حکومتي سرچينو ويلي و، چې د نيول شوو شهزادګانو څخه به د مالي جريمې له لارې د حکومت خزانې ته شاوخوا سل ميليارده ډالر ورسيږي، خو تر اوسه دا نه څرګنده شوې، چې دغو نيول شوو کسانو د حکومت خزانې ته څومره پيسې ورکړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر ۲۰۱۷ کال د نومبر مياشتې په څلورمه نېټه لسګونو شهزادګان او لوړپوړي چارواکي د مالي فساد په تور نيول شوي وو او د رياض په ريټز کارلټن هوټل کې وو.

سعودي سرچينې وايي، چې دغه کسان د ولي عهد محمد بن سلمان په امر نيول شوي وو او د هغه په فعاليتونو د مالي جوړجاړي په بدل کې يې بېرته د خوشې کېدو امر شوی دی.

تر دې وړاندې د پخواني پاچا عبدالله زوی او د ملي ځواکونو پخوانی مشر متعب عبدالله هم د يو ميليارد ډالرو په مقابل کې خوشې شوی دی، خو د پخواني پاچا فهد بن عبدالعزيز د زوی عبدالعزيز بن فهد د مرګ او ژوند درک نه لګيږي او د ټولنيزو شبکو سعودي فعالانو ليکلي، چې ولي عهد محمد بن سلمان د عبدالعزيز بن فهد ډېری جايدادونه قبضه کړي او په هېواد دننه او بهر يې د هغه ماڼۍ، سوداګري مرکزونه او نور املاک لاندې کړي او د هغه د مرګ ژوند درک تر اوسه هم نه لګيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د