د نن سرلیکنه

دوهم پړاو ټاکنې او د ولس د برخلیک ستونزه -سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: بالآخره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې.

د دې کميسيون مشر احمديوسف نورستاني، په يوه خبري ناسته کې وويل؛ په لومړي پړاو ټاکنوكې هېڅ کانديد ونشواى کولى ١+%٥٠ رايه ترلاسه او ټاکنې وګټې. نورستاني وويل چې ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى د شپږو نورو کانديدانو په پرتله ډېرې رايې ګټلې لهذا همدوى دواړه به په دويم پړاو ټاکنو کې چې په پام کې ده د غبرګولي په ٢٤ مه ترسره شي، يوله بل سره سيالي کوي.

د ټاکنو د پروسې له پیله دا اټکل کیدو چې هیڅ کوم کاندید به د بریالیتوب لپاره معین معیار ١+%٥٠ رايې تر لاسه نکړاي شي، لهذا هغوی به د راتلونکي حکومت لپاره یا ایتلافي جوړښت ته مجبوریږي اویابه ټاکنې دوهم پړاوته ځي.

اوس چې ظاهرا ټاکنې دوهم پړواته ولاړې بیاهم د سیالو کاندیدانو او په کابل کې د میشتو سیاسي او تنظیمي زور واکانو ترمنځ د راتلونکي حکومت پر سره د سیاسی توافق ستونزه لاینحله پاتې ده .

ځکه د افغانستان غوندي په جګړه ځپلي هیواد کې چې تربل هرڅه د زور او اقتدار فرهنګ ورباندې مسلط دي مشکله ده چې یواځې د ولس رایې دې د ولس دبرخلیک ټاکلو لپاره مدار د اعتبار وي.

که خبره ریښتیاهم د ولس په رایو پوري تړلې وای نو ولس خو په قاطع اکثریت سره په انتخاباتي بهیرکې ګډون نه درلود.

که څه هم چې په دولتي او غربي رسنیوکې د (۷) ملیونو افغانانو مشارکت اعلان شو خو هغه تش مطبوعاتي مشارکت وه چې د عمل په ډګر کې هیڅ حقیقت نه درلود؛ ځکه ولس په هماغه ورځ هم پوهیده چې په هیوادکې د حاکم فساد له وجې د نظام ټول حکومتي تشکیلات د اعتماد وړنه دي ،که دوی هرچاته رایه ورکړي خو په دولتي سیستم کې د موجود فساد له کبله به هغه یا باطله اعلانیږي او یابه هم د خوست د انتخاباتي کمیسون د انتخاباتي رایو په څیر د توپک په زور له یوه صندوقه په بل صندوق کې لویږي .

اوس خبره په راتلونکي دور انتخاباتوکې ده ، هلته به هم هغه دیګ او هغه چمچه وي ، په لکونو ډالربه د ټاکنیزو لګښتونوپه نوم حیف ومیل شي ، د رايو صندقونه به مخکي ترمخکي د زور واکانو لخوا په جعلي رایوباندې ډک شي او نهايي پریکړه به د امریکا د سفیر او یوناما د استازي موافقې ته وسپارل شي.

هغوی به له دوو سیالو کاندیدانو څخه هغه څوک د افغانستان د راتلونکی زعامت لپاره انتخابوي کوم چې د دوی مصالحوته ډیر وفادار او د دوي اوا مرو منلوته ډیر مطیع وي.

امریکایان چې په افغانستان کې په پوځي لحاظ سخت شکست خوړلی غواړي دغه شکست په دې هیواد کې د یوه داسې مختلط ایتلافي کمزوري نظام په جوړولو جبیره کړې چې په هغه کې تنظمي جګړه ماران،غرب پلوه لیبرالان او د پخواني کمونست رژيم پاتي شوني ټول په مساویانه توګه سهیم او ترمنځ یې دواک پر سر سیالي همداسې ګرمه پاتې وي.

غالب ګمان دادی چې د دوهم پړاو ټاکنو طرح دهمدې غرض لپاره ایجاد شوې او هغه به د افغانانو د غوښتنو پرخلاف ورباندې تحمیل کیږي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x