افغانستان

سرچينه: د نور او غني د لانجې اواري لپاره امریکايي پلاوی راځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني او د بلخ د ګوښه شوي والي عطا محمد نور ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی او د څو ځله هڅو سربېره لا هم نه دی حل شوی، خو يوه حکومتي سرچينه وايي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعيت اسلامي تر منځ د روان کړکېچ د حل لپاره سپينه ماڼۍ ځانګړی پلاوی رالېږي.

د امریکايي پلاوي د رالېږلو خبر په  داسې حال کې رسنيز شوی، چې په کابل کې د امریکا سفير جان بس ويلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعيت اسلامي ترمنځ روانه شخړه بايد د خبرو له لارې حل شي.

تېره ورځ د جمعيت اسلامي مشر او د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ګډ حکومت له مرستيال ولسمشر سره په ترکيې ليدلي وو او دواړو ويلي و، چې د حکومت مخالف ايتلاف بايد د خپلو ملاتړ په زياتولو او فعالولو لپاره هڅې وکړي او «د افغانستان د نجات ايتلاف» تر چتر لاندې بايد خپل فعاليتونه زيات کړي.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې د جمعيت او حکومت تر منځ د عطا نور پر سر د پردې تر شا مذاکرات روان دي، خو تر اوسه د دغو خبرو بشپړ جزئيات رسنيو ته نه دي رسېدلي او عطا محمد نور ويلي، چې تر اوسه د دغو خبرو کومه مثبته پایله نه ده راوتلې.

نور ويلي، چې اوس يې هم لاسليک قانوني حیثیت لري، هېڅوک يې له دندې نه شي ګوښه کولی او يوازې د جمعيت اسلامي په غوښتنه به له څوکۍ تېريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دحالاتو د ارزونی له مخی : غنی او عطا څوک دی چه یو غلام د بل غلام خبره ونه منی که یو غلام مشر وی نو کشر غلام یی باید اوامر ومنی دمشر غلام اوامر اصل کی د بادارانو اوامر دی او د بادارانو اوامر نه منل مرګ او لیری کیدل دی عطا او نورو دواړه په دی ښه پوهیږی . مګر بادارانو د خپلو راتلونکو پلانو ( د خبل منځی جنګ ) د پاره دواړو ته جلا جلا ویلی چه یو د بل خبره ونه منی یو د کابل او بل د بلخ پاچا دی حتی رازق د قندهار… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x