ورزش

آی پي ایل: نبي او مجیب په لس او څلویښت ملیونه وپېرل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هند په تجارتي لیګ بولۍ کې محمد نبي د حیدر اباد لوبډلې لخوا په ۱۰ ملیونه او مجیب ځدراڼ د پنجاب لوبډلې لخوا په ۴۰ ملیونه هندۍ کالدارې واخیستل شول.

نبي تېر ۲۰۱۷م آی پي ایل کې هم د سنرایزز حیدراباد لوبډلې لخوا په ۴ ملیونه اخیستل شوی و چې سږکال یو ځل بیا د همدغې لوبډلې لخوا په ۱۰ ملیونه هندۍ کالدارې واخیستل شو.

مجیب ځدراڼ چې په لومړي ځل د آی پي ایل بولۍ ته وړاندې شوی د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا په ۴۰ ملیونه هندۍ کالدارې واخیستل شو، دده پر سر د دهلي او پنجاب لوبډلې ترمنځ سیالۍ وشوه چې په پای کې د پنجاب لوبډلې واخیست.

د یادونې وړ ده چې د بولۍ په لومړۍ ورځ راشد خان د حیدر اباد لوبډلې لخوا په ۹۰ ملیونه هندۍ کالدارې واخیستل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x