نظــر

د کابل برید د تلفاتو او خپاره شوو انځورونو په تړاو یې حقیقت څه دی؟/انځوريز

لیکنه: اولیاء عمري

پرون مې ټوله ورځ فېسبوک بند وو د کابل په برید غرمه لا خبر شوم خو په وروسته جزیاتو نه، څه لږ مصروف وم خو ماښام ناوخته چې مې فېسبوک خلاص کړو نو رسنۍ په عجب غوبل لړل شوې وې څو انځورونه مې مکرر ولیدل اول ځل مې انځورونه ته وکتل سخته مې خوا بده شوه ،مال دا خو ریښتیا ولسي خلک د تلفاتو ښکار شوي.

خو چې لږ مې انځورونه وکتل او لږ مې پخواني بریدونه پسي ولټول او لږ مې د افغانستان نه بهر ملکونو رسنۍ وکتلې نو راته څرګنده شوه چې هغه پر کټ پرته انجلۍ د سوریې ده او هغه انځور پښې چې پرتې وي بدنونه پراته وي او بد حال وي هغه انځور د پخوانیو داعشي حملې له راپورونو (یعني د کابل په دیمزنګ کې د شعیګانو پر مظاهره داعشو تیر کال برید کې دا ملکیان شهیدان شوي وو )څخه اخذ شوی وو.

یو دوه انځوره بیا د هندي فلمانو څخه اخستل شوي وو او یو خو هغه وو چې کندوز کې د امریکایانو په بمبارد کې ژوبل شوي وي او دوه درې ځیني نور چې ملکیان پکې ښکاري هغه هم پخواني او داسي انځورونه ول چې د کابل د پیښې نه وو او یو انځور خو ماشوم پروت وي او سر نه یې لږ لیرې وینه ښکاري خو د هغه اصل انځور چې پخوا مې لیدلی وو د ماشوم سر ته پرتې ویني د چرګ وي ، خو لنډه یې دا چې انځورونه ټول رسنیو پخواني نشر کړي وو.

او بله خبره مې ذهن ته دا راغله چې هغه دومره دیپلوکوماته سیمه ده چې له دولتي ارګونانو پرته هېڅ ملکي د دغې سیمې لخوا سره د تګ جواز نه لري نه داچې بیا دې ملکي هالته دننه نینوځي نو زه دې ته حیران شوم چې هالته هېڅ چا ته د ننوتو اجازه نشته نو دا معلومات څنګه دا خلکو تر لاسه کړل چې ملکیان له مرګ ژوبلې سره مخ شوي.

بله مهمه خبره دا ده چې انګلیش بي بي سي اول ځل په خپل ویب کې لیکلي وو چې دې سیمه کې تلفات ټول نظامیانو ته اوښتي چې هالته هېڅ د ملکي کس د دخول اجازت نشته، خو بي بي سي هغه راپور تعدیل یعني تغیر کړ او د خالي نظامیانو ته د تلفاتو د اوښتو سره یې د ملکیانو تلفات هم شامل کړل، لیکن له هغه راپورنه سکرین شاټ اخستل شوی ده او تعدیل نه مخکي راپور یې ښکاري د دغه تر څنګ د همدې رسنۍ یوه خبریال په ټویټر همدا خبره لیکلې وه چې تلفات خالي امنیتي کسانو ته اوښتي هېڅ ملکي پکې نشته.

نو مطلب که په حقیقت سترګې پټې نه کړل شي دغه برید کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې خبرونه به درته ناسم معلوم شي.

او پاته دا خبره شوه چې امنیتي ځواکونه د تلفاتو ښکار شوي نو دا خو خود کیږي ځکه دوی له طالب سره دښمنې پيل کړې او لکه څنګه چې دولت طالب وژني همداسي به طالب هم خود دوی وژني داسي خو نه ده چې طالب دې عسکرو ته چاکلیټ غورزوي او عسکر به طالب ته باروت.

 

لومړی انځور :

(۱)
دا انځور، چې په ټولنیزو رسنیو کې د کابل د تیري ورځي پیښې ته منسوبیږي، په اصل کې د یوې سوریایۍ نجلۍ دی، چې د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر میاشت کې د ادلب ښار په (جسرالشغور) سیمه کې د هوايي بمبار له کبله ټپې شوې ده.

دوهم انځور : 

(۲)
دا انځور د یمن دی. کابو لس ورځې مخکې د سعودي هوايي ځواکونو د یمن د تعز ښار په (الازیود) سیمه کې یوه لارۍ موټر بمبار کړ او څلور کسان یې ووژل. دا انځور هم په خواله رسنیو کې د کابل د تيري ورځي پیښې ته منسوبیږي.

دریم انځور :

(۳)
دا انځور ۹ کاله پخوانی دی. د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په زیرکوه سیمه کې امریکايي الوتکو بمبار کړی و او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه. دا انځور هم په ټولنیزو رسنیو کې د کابل د تيري ورځي برید ته منسوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

بسیار ظالم هستی. تو عکس را چی میکنی ، خود قضاوت کن بی وجدان همه کسانی که کشته شدند کلمه میگفتن، به بهانه یرغل گر و اشغال گر مسلمان کشی را انداخته اند.

اجمل ساحل

مسلمان که چشم ودست وپای امریکاییها باشد باید اولا کشته شود ، حق زندګی درقاموس اسلام ندارد کسی که به بیګانګان یهود ونصاری را دست غلامي میزند،

ضياالحق ننګرهارى

اسلام په جامه کى خلګ مه کافران کوى او داسى کار مه ګوى چى خلکو له تاسى نفرت پيدا کړى په اصل کى خو ستاسى ټول جنګ په افغانستان او انډيا باندى ده ولى پاکستان کى هيڅ کوم عير شرعى کارونه نه اجرا کيژى خو اصلى حبره داده چى تاسى يوازى او يوازى د پاکستان په امر کار مخکى وړى هغه وخت به زه طالبان ومنم چى د پاکستان کليساوى لمنزه ويسى او حکومت وننګوى او جهاد پرى روا وبلى د پاکستان مفتيان او مولايان په خپل وطن کى جهاد ناروا بللى دى او تاسى حپل ولس په سرو وينو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x