نړۍ

رويټرز: امریکایانو په پټه له بګرام څخه ځينې پاکستانیان خوشي کړي

نن ټکی آسیا: پاکستانۍ رسنۍ د یوه معتبر غربي اژانس په استناد خبر ورکوي، چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي چارواکو په پټه لس تنه پاکستاني بندیان د بګرام له زندان څخه خوشي کړي دي.

سرچېنه کاږي، چې د خوشي شویو بندیانو د ځای ځایګي په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، چې آیا دوی له خوشي کېدو وروسته پاکستاني لوري ته سپارل شوي او که بل چاته .

رویټرز خبري اژانس ته د بندیانو د مدافع وکیلانو ویلي دا بندیان، چې کلونه یې په بګرام زندان کې بې محاکمې تېر کړي وو، خوشي شوي دي.

دوی ویلي چې د خوشي شویو پاکستاني بندیانو په ډله کې یو تن، چې په عراق کې بریتانیايي پوځیانو نیولی او بیا یې افغانستان کې بګرام زندان ته  لېږدولی و؛هم شامل دی، نوموړي په زندان کې لس کاله تېر کړي.

رویټرز وايي، تراوسه څرګنده نه ده چې دا لس تنه پاکستانیان کله د بګرام له محبسه خوشي شوي دي.

بل پلو د پاکستان د عدالت پروژې په نوم موسسه، چې د ځینو بندیانو استازیتوب کوي، وايي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بندیانو کورنیو ته خبر ورکړی چې خپلوان یې خوشي شوي دي؛ خو دا یې نه دي ویلي چې دا کسان چېرې وو.

د همدې پاکستانۍ مؤسسې یوې مدافع وکیلې سارا بلال ویلي، چې د امریکا تر کنټرول لاندې په توقیف ځای کې په لسګونو کسان لا هم بندیان دي. 

دې زیاته کړې ،چې پاکستاني چارواکي باید چې مدافع وکیلانو او د بندیانو د کورنیو غړیو ته د بندیانو د خلاصون په اړه بشپړ معلومات ورکړي څو هغوی د شکنجې او نورو تعذیبونو څخه وژغورل شي.

د یادونې وړ ده، چې امریکایانو په د تېر کال په وروستۍ -دیسمبر- میاشت کې هم له بګرام زندان څخه ځينې پاکستاني بندیان خوشي کړي ول؛خو په اړه یې رسنیو ته له څه ویلو ډډه شوې وه.

ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې د ولسمشر کرزي په حکم، د هېواد له یو شمېر ولایتي محبسونو سربېره د بګرام له زندان څخه د سلګونو بندیانو په خوشې کېدا امریکايي چارواکي ناخوښه دي او ښايې دا اقدام یې هم د یوې پټې معاملې او یا کرزي ته د ګوتڅنډنې په توګه اخیستی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x