افغانستان

عطامحمد نور: لوړپوړي امنيتي مسوولین باید پر دار وځړول شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ والي عطامحمد نور د کابل د تېرې ورځې بريد اړوند پخپلو څرګندونو کې ويلي، که د ولسمشر پر ځای وای لومړۍ درجه امنیتي مسوولین به يې ټول پر دار ځړولي و.

هغه چې مزار شریف کې خلکو ته خبرې کولې وويل «که زه ولسمشر وای، دوی ټول مې پر دار ځړول، په خدای پر دار کول مې.»

نوموړي په امنیتي برخه کې مسوولین «زاړه» او «ستړي کوونکي» یاد کړل.

نور وویل، دوی د هیڅ کار نه دي یوازې لکه «د شطرنج دانې» کله یو ځای کېښودل شي کله بل ځای.

نه یوازې عطامحمد نور، بلکې عامو وګړو هم پر کانټنینټل هوټل له برید وروسته شکونه درلودل، چې پرونۍ پېښې پر حکومت شکونه لا پیاوړي کړي دي.

سیاسي مبصرين او خواله رسنیو کې فعالان حکومتي امنیتي مسوولین په پېښو کې شریک بولي.

د دوی په خبره امنیتي مسوولین بریدګر تر خپلو اهدافو پورې په خوندي ډول رسوي.

د کابل د پرونۍ پېښې مسوولیت طالبانو منلی، دوی دعوه کوي چې په برید کې يې ګڼو امنیتي منسوبینو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x