
امریکا: دواړه مخکښ کاندیدان په افغانستان کې د ناټو شتون غواړي
نن ټکی آسیا: د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دواړه مخکښ کاندیدان په هېواد کې د ناټو شتون غواړي او دې ته لېوالتیا لري، چې ناټو دې له ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان کې نظامي شتون او فعال رول ولري.
جیمز ډابنز چې جاپان کې يې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتنه لرله، په ډاګه کړې، چې امریکا د دوو مخکښو کاندیدانو د خارجي سیاست په ارتباط هېڅ اندېښنه لري.
ښاغلي ډابنز چې د تماس د نړیوالې ډلې د غونډي لپاره توکیو ته سفر کړی و، هلته یې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ارشاد احمدي سره د غونډي تر پيلېدا مخکې رسمي لیدنه کتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا لېدنه کتنه په توکیو کې د افغانستان په سفارت کې ترسره شوې ده.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې ښاغلي ډابینز د بهرنیو چارو وزارت معین ته په ډاګه کړه، چې دوی ته د ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي له لورې ، د کابل-واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون او همدارنګه د افغانستان د بهرني سیاست د راتلونکي په اړه ډاډ ورکړی شوی او په دې باب یې د هغوی ملاتړ را جلب کړی.
د ۱۳۹۳ لمریز کال تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له حامد کرزي څخه غوښتي وو، چې دا تړون لاسلیک کړې، خو هغه دا چاره تر سره نه کړه، چې له دې سره جوخت د دواړو لوریو ترمنځ ناندرۍ را پورته شوې، چې بالآخره امریکا وپتېله چې د تړون لاسلیک تر راتلونکي ولسمشره پورې وځنډوي.
د کابل-واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په تړاو که څه هم د ولسمشر کرزي په غوښتنه په کابل کې یوه جرګه را بللې شوې وه؛ خو دا چې د دې تړون پر وړاندې د ګڼو هېوادوالو غبرګون او احساسات منفي وو؛نو پریکړه یې هم ټکنۍ کړه.