ورزش

آی پي ایل: ظاهر خان په ۶ ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هند په تجارتي لیګ بولۍ کې د افغانستان څلورم لوبغاړی ظاهر خان پکتین د راجستان رایلز لوبډلې لخوا په ۶ ملیونه هندۍ کالدارې واخیستل شول.

د ظاهر خان پر سر د ممبۍ او راجستان لوبډلو ترمنځ بولۍ کې سیالۍ وشوه چې په پای کې د راجستان لوبډلې په ۶ ملیونه هندۍ کالدارې واخیست.

له دې وړاندې راشد خان د بولۍ په لومړۍ ورځ د حیدر اباد لوبډلې لخوا په ۹۰ ملیونه، محمد نبي په دوهمه ورځ د حیدر اباد لوبډلې لخوا په ۱۰ ملیونه او مجیب ځدراڼ د پنجاب لوبډلې لخوا په ۴۰ ملیونه هندۍ کالدارې واخیستل شو.

د هند تجارتي لیګ سیالۍ بولۍ په دوهمه ورځ هم جریان لري چې د افغانستان لخوا په کې ۴ لوبغاړي اخیستل شوي او د شهزاد محمدي په شمول ۶ نور یې ممکن د نورو لوبډلو لخوا واخیستل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x