افغانستان

ملي شورا: امنيتي مسوولین دې استعفاوې وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي شورا غړو، د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ويلي، چې امنیتي مسوولین دې له خپلو دندو استعفا ورکړي.

په تېر څو ورځو کې د کابل پر انټرکانټنینټل هوټل برید، هلمند کې موټر بم برید او پرون د کابل په زړه کې موټر بم برید هغه پېښې دي چې توند غبرګونونه يې راپارولي دي.

د ولسي جرګې غړی سید علي کاظمي وايي، دا بریدونه یو پر بل پسې د لړۍ په ډول روان دي، چې باید امنیتي مسوولین ورته متوجه واوسي.

د دې جرګې بل غړي امنیتي مسوولین پر کمزورۍ ملامت کړي او پر دې يې حیرانتیا ښوودلې چې بریدګر خپلو اهدافو ته ډاډه رسېدلی شي.

صفی الله هاشمي وايي چارواکي ولې دا زړه نه شي کولی چې له کاره لاس پر سر او خپلې استعفاوې وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د بلخ جنجالي والي عطامحمد نور هم ګواښ کړی چې که دی ولسمشر وای، د پروني برید له امله يې لوړپوړي امنیتي مسوولین ټول پر دار ځړول.

په پرونۍ پېښه کې چې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه په یوه نظامي قراول کې وشوه، لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x