افغانستان

د افغانستان کانونه؛ په روان کال کې د ټرمپ لویه هیله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): «د هېل» په نوم امريکايي خپرونه وايي په روان میلادي کال کې د افغانستان کانونه هغه څه دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلې هیلې پورې تړلې.

د سرچينې په قول ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دا لویه هیله لري چې د افغانستان کانونه تر خپل واک لاندې راولي.

«د هېل» کاږي، په روان کال کې به ټرمپ پوره زور ووهي چې د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې هم کانونو ته لاس رسی ولري.

خپرونه وړاندې زیاتوي چې د امریکايي ولسمشر د دې هيلې پوره کېدل به د هغو کسانو د هیلو وژل وي چې پر کانونو يې اقتصادي وضعیت برابر کړی دی.

دغه سرچینه لیکي چې ډونالډ ټرمپ د سږ کال پخپلو هیلو کې دا هیله د لیست په سر کې ساتلې.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي امریکایان په هېواد کې پر فساد، ملکي وژنو، زنداني کولو او د مخدره توکو پر قاچاق تورن کړل.

هغه وویل ګڼ هغه ولایتونه چې اوس د مخدره توکو تولیدوونکي دي د امریکایانو تر ورتګ وړاندې دغسې نه و.

ډونالډ ټرمپ چې تر ولسمشرۍ وړاندې هم په امریکايي ټولنه کې د یو شتمن او کاروباري کس په توګه پېژندل کېده، پخپله د افغانستان د کانونو د لوټلو په اړه ښکاره څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x