روغتیا

کور کې د حشراتو مخنیوی پر دغو اسانه لارو سره وکړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د حشراتو له منځله وړلو لپاره یو شمېر زهرجنې درمله شته، خو دغه درمل د زهرو له کبله کله په کور کې ستونزې جوړوي په ځانګړي ډول کله چې کور کې ماشومان شتون ولري.

د حشراتو د مخنیوي لپاره که څه هم ځینې طبیعي لارې شته، خو د خوراکي موادو له لارې ددې مخه نیول یې خورا اسانه او کم لګښته لار ده.

د چیمچارانو (Cockroach) مخه نېول

د چیمچارانو د مخنیوي او د له منځه وړلو لپاره یوه پیاز دانه وړه وړه میده کړئ او یوه کاشوغه د وړو سوډا کې یې ګډ کړئ، او په هغه ځای کې یې کیږدئ چېرته چې چیمچاران زیات وي، ډېر زر به له هغه ځایه ورک شي، او د اړتیا په صورت کې بیا له همدغې لارې کار واخلئ.

میږيان په مخه کړئ

میږی که څومره وړوکی دی همدومره ډیر زیانمن هم دی، ددې د مخنیوي لپاره اوماچک (gruel) راواخلئ او په هغه ځای کې یې واچوئ چېرته چې میږیان ډېر وي، نیزدې وخت کې به زیات اثر وکړي.

غوماشي له منځه ویسئ

غوماشي د داسې تنګونکو او زیانمنو حشراتو څخه دي چې انسان د مجلس پر وخت خبرو ته او د شپې لخوا خوب ته نه پرینږدي، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، او کله کله د نورو سترو او خطرناکو ناروغیو لامل هم کیږي، ددې د مخنیوي او له هغه ځای څخه شړلو لپاره د پودینې یا ویلني تېل راوخلئ او په یوه سپنج یې ښه ډېر واچوئ، بیا دغه سپنج د ۲۴ ساعتونو لپاره بند پټ ګیږدئ تر څو ښه بوی وکړي، بیا یې هلته کیږدئ چیرته چې غوماشي ډیر وي، په دې سره به غوماشي په ضرب د څو د قیقو کې له ځایه ورکې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x