افغانستان

د کابل د پروني برید له امله نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ارګ نن په ټول هېواد کې د کابل د پروني برید له امله ملي ماتم اعلان کړی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د بریدونو له امله لسګونه هېوادوال وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې د ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ په خاطر نن یکشنبه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلانوي.

د خبرپاڼې له مخې، نن یوازې په کابل کې عمومي رخصتي ده؛ خو د سه شنبې په ورځ به په ټول هېواد کې د وژل شویو فاتحه واخیستل شي.

تېره ورځ طالبانو په کابل کې د کورنیو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې د موټر بم برید وکړ، چې ۹۵ تنه یې ووژل او له ۲۰۰ ډېر یې ټپیان کړل.

ارګ د کابل د  پروني برید په اړه داسې مهال ملي ماتم اعلان کړی، چې دوه ورځې وړاندې د غزني په قره باغ کې بهرنیو عسکرو ۶ماشومان وژلي وو او جسدونه یې په بشپړ ډول سوځېدلي وو.

تېره اوونۍ د کندوز په چهار درې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو لسګونه کورونه بمبار کړي وو او ۱۴۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x