نظــر

د ګیلان جګړه او سوړن مطبوعات

ګیلان ولسوالي د غزني ولایت په لویدیځ کې دزابل له شاجوی سره نښتي پرته ده، له تیرو څو کلونو راهیسې ددې ولسوالۍ یوازې په مرکز جنډه کې حکومتي چارواکي شته دغه راز د ازاد او وړو په نامه په دوه کلیو کې داربکیانو پوستې شته، له همدې دوو ځایونو پرته نور دا ولسوالي په بشپړه توګه دطالبانو په لاس کې ده، طالبان خپل ولسوال ، قضاء او نور اداري تشکیلات لري، چې حتی دولسوالۍ دمرکز خلک هم ورته مراجعه کوي.

دوه اونۍ وړاندې حکومتي چارواکو د پراخو عملیاتو په اعلان سره هڅه وکړه ترڅو ددې ولایت اصلي مسکوني سیمې چې دکابل – کندهار دلارې  جنوب ته  د ناوې ولسوالۍ تر حدودو پرتي دي تر واک لاندې راولي او دلته داربکیانو او پولیسو پوستي ځای په ځای کړي، په همدې نیت یي د جولای میاشتې په دوهمه نیته یو لویه قوا چې د اردو، پولیسو او دمقر داربکیانو وسلوال په کې وه او د نظامی وسایطو شمیر یي تر یونیم سل زیات و دسیمې دنیولو لپاره راوسته،کله چې دغه قوا د ګیلان مرکز جنډې ته راغله، د ګیلان اولسي سپین ږیري ورغلل تر څو له حکومتي چارواکو وغواړي چې سیمې ته داخل نه شي، ځکه د جنګ په پیل سره شاید ملکي خلکو ته ډیر تاوان ورسیږي، خو حکومتي چارواکو دې ولسي سپین ږیرو ته ډیرې بدې خبرې وکړي او له کبر او غرور ډکې لاپې یي ووهلې، په دې توګه یي د سرک ښکته خواته  له دوو خواوو عملیات پیل کړل، ختیځ خواته چې  د حسن ، ملاجانان، غونډۍ او غازي خیل په نوم کلي دي، دغه راز د لویدیځ خواته دشاجوی له حدودو سره   چې د ګیلان  او ناوې په عمومي سرک چې د چیرلي، بلاهیر،پردل او چمبرانو کلي راځي، په همدې دوو استقامتو یي عملیات شروع کړل.

طالبان چې ددې عملیاتو په اړه یي له وړاندې خبر درلود،د حکومتي عسکرو د تهاجمي عملیاتوپه وړاندې یې له هماغه  تاکتیک څخه کار واخیست، چې پخوا یي دامریکایانو او پولنډیانو قواوې په همدې طریقه دجګړې په میدان کې را ایسارولې،طالبانو په هغو سیمو کې چې حکومتي عسکر ورتلل، په ګڼ شمیر کنترولیدونکي ماینونه ځای په ځای کړل، او خپله یي په شاوخوا باغونو کې کمینونه ونیول،د دغې جګړې دپیل په مهال په ګیلان کې ۳۰۰ تنه دهمدې سیمې طالبان وو چې وروسته  له  مقر، ناوې، پکتیکا او شاجوی څخه هم یوشمیر طالبان دمرستې لپاره ورته راغلل.

دعملیاتو په لومړۍ ورځ د حکومتي عسکرو یوه قوه چې اتیا وسایط ورسره وو د حسن په خوا او همدومره یوه بله  قوا د بلاهیر او پردل په خوا ور رهي شول، کلیوالو سیمو ته د داخلیدو په مهال طالبانو ددې په خاطر چې حکومتي عسکر دماینونو کلابندۍ ته دننه کړه، په پیل کې خال خال ډزې ورسره تبادله کړې او  وروسته په داسې توګه په شا شول چې حکومتي عسکرو وفهموله چې شکست یي وخوړل، حکومتي عسکر په ډیره  بیړه د باغونو او کلیو منځ ته داخل شول، خو شیبه  وروسته ورباندې درنې چاودنې او له هرې خوابریدونه پیل شول.

په اوله ورځ یوازې د پردل په کلي کي دملي اردو شپږ مړي او یو ژوندی پرک مشر له وسلو سره دطالبانو لاس ته ورغلل،کله چې په عسکرو فشار زیات شو نو په ړندو ډزو او وحشت خپرولو یي پیل وکړ، دهاوان او اګایز په درنو ګوزارونو یي دملکي خلکو کورنو په نښه کړل، په دې سربیره یي دګیلان په مرکز کې  دوه غرني هاوانونه  لګولي وو چې ټول ورځ یي کلیوالې سیمې په مرمیو ویشتلې،په دې ډزو کې ۲۱تنه ملکي وګړي ټپیان او دوه تنه د یوماشوم په شمول شهیدان شول دخلکوباغونو، کورونو او اموالو ته سخت زیانونه ورسیدل، تردې چې د عملیاتو په ساحه کې د حکومتي وحشت له امله  دپنځلسو کلیو تر ۳۰۰ زیاتې کورنۍ دې ته مجبورې شوې چې خپل کورونو پریږدي همدې کورنیو ته طالبانو لاره ورکړه تر څو له سیمې څخه په امن ووزي.

د ګیلان جګړې ۹ ورځې دوام وکړ، ترڅو دمی میاشتې په ۱۱ مه شپه ټول حکومتي عسکر د شپې له تیارې نه په استفاده بیرته له سیمې وتښتیدل، دعیني شاهدانو په قول د شپې مهال چې حکومتي قوا له سیمې تښتیدله طالبانو ورباندې دمرمیو باران جوړ کړی و، د عسکرو له تیښتې سره د اربکیانو هغه یوازینۍ پوسته چې دچیرلي په سیمه کې یي سرک ته نږدې په یوه زړه کلا کې ځای په ځای کړې وه هم وتښتیده، دغو خربکیانو یوازې ځانونه ایستلي واو د پوستې نور سامان الات یي دوارخطايي له امله ټول همداسې پرې ایښي وو.

د حکومتي عسکرو له تیښتې وروسته د ګیلان اولس چې د کورونو پريښولو ته مجبور شوي وو بیرته خپلو کورونو ته راستانه شول او بیرته یي خپل عادي ژوند پیل کړ.

د ګیلان عملیات چې په پیل کې د سترو حکومتي عملیاتو په نامه تبلیغیدل له څو ورځو جګړو او تلفاتووروسته یي عسکر دومره بي سیکه شول، چې د تهاجمي برید هیڅ وس په کې پاته نه و، بلکې مسلسل دطالبانو لخوا ورباندې تهاجمي بریدونه کیدل تر دې چې فرار ته یي مجبور کړل.

 په دې عملیاتو کې د حکومتي قواوو ۴۶ تنه په مخامخ بریدونو  او ماین چاودنو کې ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول، داسدالله په نامه  دچپرهار اوسیدونکی یو پرک مشر طالبانو ژوندی ونیو او ګڼ شمیر وسایل هم طالبانو غنیمت کړل.

ددې عملیاتو په مهال یو د یادونې وړ پیښه دا وه چې په امریکایي راډیویي او چاپي رسنیو کې یې په اړه خورا غلط انځور وړاندې کیده، په داسې حال کې چې په ټوله ۹ ورځنۍ جګړه کې ۶  طالبان شهیدان شول ، خو  دازادۍ راډیو، امریکا غږ ، پژواک ، او طلوع غوندې غربي رسنیو په دروغو ویل چې ۲۰۰ طالبان وژل شوي دي.

ددې عملیاتو له یوه برخوال مجاهد مشر ملا فاروق عاصم نه مې  د تیلفون په لیکه د ګیلان دجګړې دتلفاتو په اړه وپوښتل، ده راته وویل په ټوله جګړه کې زموږ ۴ تنه مجاهدین شهیدان شوي، دوه مجاهدین د ناوې له ولسوالۍ راغلي  د ذبیح ملګري وو چې دلته شهیدان شول، یو تن زما د ډلګۍ او یو مجاهد د مولوي فیض الله د ډلګۍ اړوند وو، دجګړې په مهال دوه نور مجاهدین  په خپل ماین شهیدان شول، دغه راز په جګړه کې ۷ تنه مجاهدین ټپیان شول، له دې پرته موږ نور هیڅ تلفات نلرو.

له ده مې وپوښتل چې د مطیع الله اباسین په نامه په کابل کې یوه ورځپاڼه لیکونکي په خپل تحلیل کې لیکلي دي، چې په دې جګړه کې ګډونکي طالبان ټول پنجابیان وو او مشري یي پاکستاني پوځیانو کوله په دې اړه ستا نظر څه دی .

ملا فاروق وویل ، په جګړه کې ګډونکونکي زیاتره  دګیلان ولسوالۍ طالبان او عام ولسي خلک وو  له ناوې ولسوالۍ، شاجوۍ او پکتیکا څخه هم یوشمیر مجاهدین کومک ته راغلي وو،هغه مجاهدین چې په دې جګړه کې یي شرکت درلود  د ټولو ډلګۍ او مشران یي زه پیژنم او که وغواړۍ نومونه یي هم درته اخیستلای شم، تاسو ماته  قسم نه دی راکړی مګر زه به په قسم سره درته ووایم چې په دې جګړه کې هیڅ پاکستاني یا دبل هیواد وګړي شرکت نه درلود.

د ګیلان جګړه چې په پیل کې دحکومت لخوا بریالي عملیات بلل کیدل کله چې حکومتي قوا له غوڅ شکست سره مخامخ شوه، نو ځینو دروغجنو مطبوعاتو اوازه واچوله، چې حکومتي عسکرو په ګیلان کې د طالبانو یو لوی تعرض له شکست سره مخامخ کړی او بیرته غزني ته ستانه شوي دي، دوی غوښتل په دې ډول خپل تیښتې او شکست ته د اوړو پوزه پیدا کړي.

ددې جګړې په مهال ازادي راډیو او نورو  سوړنو مطبوعاتو پرلپسې دا خبره تکراروله چې په ګیلان کې یي ۲۰۰ طالبان وژلي دي اوپه  همدې  ګوړه – ګوړه یي خوله خوږه ساتله، په داسې حال کې چې دطالبانو تلفات تر دې په مراتبو ټیټ  او دحکومتي عسکرو تلفات خورا لوړ وو.

غربي ډالري مطبوعات او سوړن خبریالان یي چې اوس د خپل بریالیتوب یا پرمختګ اړوند کومه سوژه په لاس نه ورځي نو بربنډو دروغو ته یي ملا تړلې او په دې برخه کې یې ددروغو خپل پخواني ریکارډونه ټول مات کړي دي، که  پخوا  دوی  یو وژل شوی طالب  لس بلل اوس یې پنځوس بولي ، تردې چې له څلورو څخه  ۲۰۰ جوړوي ، دغسې مطبوعات ، خبریالان، تحلیلګران او ورځپاڼه لیکونکي دروغجن نه شو بللی، ځکه دروغجن هغه ته وایي چې یو څه معیار په نظر کې ساتي دغسې بې رواجه  او شرموونکي دروغجن باید په ولسۍ اصطلاح  (سوړن) وبولو.

د ګیلان جګړه پای ته ورسیده دیوه افغان په حیث دې زما لخوا  طالبانو ته بری مبارک وي، او ډالري مطبوعاتو ته دې د سوړنتوب لقب مبارک شي .

حسان شلګری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x