
هلمند: طالبانو د ملي اردو یوه پوسته نیولې او اووه عسکر یې وژلي دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هلمند امنیتي مسوولین وايي، نن سهار په ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی، چې ۷ سرتېري یې وژلي او یو یې ټپي کړی دی.
خو په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالقدیر بهادرزی وايي، نن سهار پنځه بجې د ګرشک ولسوالۍ د ډاګيانو په سیمه کې طالبانو د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی او پنځه عسکر یې وژلي او دوه نور عسکر یې ټپيان کړي دي.
د بهادرزي په خبره، طالبانو پوسته نیولې او له پوستې یې ټولې وسلې او مهمات هم له ځانونو سره وړي دي.
طالبانو د ننني برید مسوولیت منلی دی.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن سهار ۴ بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د سیدانو په سیمه کې یې د ملي اردو پر پوسته برید کړی او ۱۱ عسکر یې وژلي دي.
طالبانو خپل لوري ته د یوه تن د ټپي کېدو ویلي دي.
تېره ورځ طالبانو په نادعلي ولسوالۍ کې د سرتېري برید په وسیله لسګونه پولیس مړه او ټپیان کړي وو.