fbpx

د کابل په پروني برید کې څوک ووژل شول ؟

صلاح الدین ایوبي

د خدای روی مې ومنئ چې په بې ځایه افواهاتو او انځورونو سره نور د هیوادوالو زړونه مه زخمي کوئ!

اخر ترکومه به تاسو په حق سترګې پټوئ، ترکومه به ورته د منافقت اوښکې تویوئ.

او که رښتیا تاسو سره ددې ولس د درد احساس وي تیره ورځ چې د غزني قرباغ کې یو شمیر تنکي او ګلالي ماشومان د لوبو په میدان کې په خپلو وینو کې لت پت شول ولې مو د هغه وحشت په اړه غږ پورته نکړ ؟!

ولې د امریکایانو او د هغوی د غلامانو بریدونه نه غندل کیږي او نه ورته څوک وحشت وایي ؟!

او دا چې هره ورځ د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو په بریدونو کې لسګونه بې ګناه هیواد وال مړه او زخمیان کيږي او کورونه يې لوټې لوټې او په کنډواله بدلیږي ولې په هغه زړه بوږنونکو فاجعو پرده اچول کیږي ؟!

که هغه افغانان او ددې خاورې اوسیدونکي نه دي ؟! که نور نه وي د بشر په سترګه خو باید ورته وکتل شي.

او پرون چې طالبانو د خپل ځان او د هغو جنایاتونو په انتقام کې چې د کابل لاسپوڅي رژیم او اشغالګرو لخوا په ملکيانو ترسره کیږي، برید وکړ ټول ورته د وحشت او ظلم نوم ورکوي.

ترڅو به دلته د ناولو دریځونو، چټلو مفکورو لپاره، د کفارو او د هغوی د مزدورانو ظلم او بربریت ته د عدل دلائل تراشل کیږي او ترکله به په واقیعتونو خاورې اړول کیږي ؟؟؟

مونږ د هیڅ افغان په وژلو خوشاله نه یوو مګر د کابل په پروني برید کې داسې هم نه ده چې وژل شوي قربانیان دې بې ګناه ملکیان وي.

دکابل پرونۍ پیښې ځای د امنیې قوماندانۍ سره ۱۰۰ متره فاصله لري، د تروریزم له ریاست سره ۵۰ او د ملي امنیت له ریاست سره په ۳۰ متر کې واقع دی چې دلته هر چاته د تګ او راتګ اجازه نه ورکول کیږي او د کابل ادارې چارواکي هغه مهال د وزارت په دوهم نظام قراول کې په نښه شول چې د وزارت اړوند افسران، کارمندان او پولیس د ډوډۍ را اخیستلو لپاره په دغه ځای کې را ټول شوي وو او اکثریت يې د ملکيانو په لباس کې وو.

او هغه وخت هیڅ ملکیانو ته د تګ او راتګ اجازه نه ورکول کیده او دا خبر ځینو رسنیو هم پیل کې خپور کړ خو چې طالبانو یې مسؤلیت په غاړه واخیست وروسته یې د منافقت لپاره بیرته ژر ایډیټ کړ او د کورنیو چارو وزارت هم تائد کړه چې د کابل د برید قربانیان ډیر امنیتي ځواکونه دي.

او دا کومه لوبه نه ده چې چکچکې او چیغې به پکې وهل کیږي، جنګ دی حتمن به پکې مرګ ژوبله رامنځته کیږي.

او له ۱۷ کالونو راهسې د اشغالګرو، کابل لاسپوڅي رژیم او طالبانو ترمنځ دا خونړۍ جګړه روانه ده او دواړه غاړې کوشش کوي ترڅو په یو بل خونړي بریدونه وکړي .

او د پرونۍ پيښې په تړاو چې کوم انځورونه نشر کيږي اجیر حکومت او ملاتړو یې د هغو بمباریو عکسونه راټول کړي چې د دښمن له لوري په عامو خلکو تر سره شوي او عام خلک شهیدان او زخمیان شوي دي، یاد عکسونه ځکه د کابل برید راپور سره وصل کوي چې په دې فریب دعامو خلکو احساسات وپاروي،خپلې بې کیفایتي او رسوايي پټه کړي او د طالبانو پرضد یوه تبلیغاتي جګړه په مخ یوسي.

نو د دا معنا نه لري چې طالبانو ملکیان په نښه کړل که طالبانو ملکيان وژلی په یوه ورځ کې به دومره مړه کړي چې ولس به یې په خښولو پسې ونه رسیږي.

هو دا منو چې څینې بې ګناه افغانانو ته به هم د سر زیان رسیدلی وي خو داسې هم نه ده لکه څنګه یې چې اجیرې رسنۍ تعبیره وي او د پیښې اکثر قربانیان ملکیانو ته منسوبه وي.

او وژنې درد لري،د خپګان او ژړا باعث ګرځي خو ددې ټولو بدبختیو لامل اشغال دی، چې افغانان یې د ځان د فاعیان ګرځولي.

خو دلته نه امریکا او د هغوی غلامان غندل کیږي او نه داعشي وحشت، بلکې د عقدې له مخې صرف طالب غندلو ته مټې رابډ وهل شوې دي
نو ولس باید ځیرک ووسي، حقائق درک کړي او د مزدورو قلموالو او رسنیو د زهر جنو تبلغاتو له اغیز لاندې رانشي.

بلکې بې ګناه او ګنهګار ، ګرم او نا ګرم یې وسنجوي او د حق او باطل ترمنځ توپیر وکړي.

ترڅو دا مرګونې جګړه پای ومومي او ظالمانه اشغال له منځه لاړ شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بشیر احمد همدرد
میلمه
بشیر احمد همدرد

ستاسی د پنجاب گوداگیان د خدای هلاک کړی لکه چی هلاک یی په رڼاه ورځ هم دروغ وایی او دخلکو په ستروګو کی خاوری اچوی تاسی راشی د سر په ستروګی یی وګوری ، د پرونی برید کی تر سلو زیات شهیدان او تر ۲۰۰ زیات زخمیان ٪۹۹ خلک ملکی وکړیدی. د جګړی دواړه طرف ته افغانان وژل کیږی چه ګټه یی پاکستان او امریکاته رسیږی. د جګړی یو طرف ته د امریکا ګوډاګیان او بل طرف ته چه ځان ټالیب یا مجاهد وایی د پنجاب ګوډا ګیان دی، لکن د اور خشاک دواړه طرف ته مسلمان او مومن افغانان… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. لومړی د نن ټکی آسیا په اړه یو لنډ عرض: نه زه او نن ټکی آسیا یو بل ته مړۍ ورکوو چه سرونه سره ټیټ او چاپلوسی سره وکو نه زه او نن ټکی آسیا یو پر بل مرمۍ کاروو چه یو د بل څخه وبېرېږو بناً: منصفاً نن ټکی آسیا تر ټولو وبسایټونو یو ستر امتیاز لری هغه داچه د هر ګران وطنوال هرډول نظر خپروی، ضمناً دا ئې هم یو حُسن او ښه والی دی چه اکثراً د طالبانو نظر خپروی او دا هم ډېره مهمه ده چه موږ د طالب له نظراتو خبر سو او… نور لوستل »