د اباسین درې قاتلین نن اعدام شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن سهار د څرخي پله زندان کې هغه درې تنه اعدام شول، چې دوه کاله مخکې یې ۱۳ کلن اباسین لومړی تښتولی و او وروسته یې وواژه.

د کورنیو چارو وزارت د زندانونو عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، درې تنه یې نن سهار د ولسمشر غني په حکم د څرخي پله زندان کې په دار وځړول.

په اعدام شویو کې محمد عارف د عبدالله زوی، شاهین د اخترګل زوی او دادان لونګ د زمري خان زوی دی، چې د پکتیا ولایت اوسېدونکي دي او درې واړه د اباسین د تښتونې او وژنې په پېښه کې ښکېل بلل شوي دي.

اباسین دوه کاله وړاندې د یادو خلکو له لوري تښتول شوی و، چې د خوشي کېدو په بدل کې یې له کورنۍ سل زره ډالر غوښتي وو، چې د پیسو د نه ورکړې وروسته یې وواژه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د