افغانستان

طالبانو د خپلو ملګرو جسدونو ته د پولیسو سپکاوی په کلکه غندلی

نن ټکی آسیا: طالبانو په یوې تونده اعلامیه کې د افغان عسکرو او پولیسو له لورې د خپلو ملګرو جسدونو ته سپکاوی او د مړیو توهین په کلکه غندلی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي آسیا په را استولې اعلامیه کې ویلي، چې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ چارواکو په ډېره بې رحمۍ د دوی د هغو څلورو ملګرو جسدونه، چې وړمه ورځ یې د بولدک پر امنیه قوماندانۍ برید وکړ، د خلکو د نندارې لپاره په لویه لار کې بربنډ غورځولي: 

«هغه څلور تنه فدایي مجاهدین احمد ،محمد طارق ، عصمت الله او دوست محمد ول او دکندهار ولایت اوسیدونکي ول  چي وړمه شپه یې دبولدک ولسوالۍ په سر داري کي دننه پر دښمن فدایي بریدونه وکړل  له هغه را پدیخوا  دې وحشي صفتو چار واکو دبولدک دعمومي سړک پر غاړه بربنډ غورزولي دي او دلارې ټول مسافر یې ننداره کوي او پر چار واکو لعنت وایي چي ددوی دغي وحشي کړنې نور هم ددوی دغه منحوسه څیره وخلکوته رسواکړه».

ښاغلي احمدي د چارواکو د دې اقدام د غندنې ترڅنګ پر رسنیو او د بشري حقونو پر مدافعو بنسټونو غږ کړی ، چې چارواکو د دې ناوړه اقدام پوښتنه وکړي او د سرغړونې سزا ورکړي.

نوموړی زیاتوي : «موږ له ټو لو هغو اورګانونو چي دبشر دحقونو ډنډورې ږغوي دا په کلکه غواړو چي ددې انسانیت دغلیمانو په وړاندي ږغ پورته کي او هغه نهادونه چي دبې طرفي ادعاکوي ودې ته را بولو چي ژر تر ژره دي دا مجرمین چي انساني کرامت ته یې سپکاوی کړی  یوې بې طرفې محکمې ته حاضر او مجازات کړي او له اولس نه مو دا غوښتنه ده چي ددې ظالمانو په وړاندي را پورته شي او دخپلو اولادونو دحق غوښتنه دي وکړي  اودسره صلیب له مسئولینو مو دا هیله ده چي له خپل صلاحیت نه په استفادې دا نوموړي شهیدان ددې وحشیانو له منګولووژغوري او په یوه سمه طریقه دي وخپلو قریبانو ته وسپاري ۰»

د یادونې وړ ده ، چې دا د طالبانو جسدونو ته د بهرنیو او کورنیو عسکرو له لورې د سپکاوي او ټيټ ګام لومړۍ پېښه نه ده ، بلکي له دې وړاندې هم په ډېرو سېمو کې د طالبانو جسدونه په پوځي موټرو پسې کش شوي، پر دار را ځړول شوي او دې ته ورته نور غیر انساني برخوردونه ورسره شوي.
تېره میاشت په فاریاب کې هم محلي چارواکو وروسته له هغې د طالبانو ور پاته جسدونه د درو ورځو لپاره پر چوک را وځړول، چې طالبانو د اربکیانو پر یوه پوسته برید وکړ او د  اربکي قوماندان سلام د پلار او خسر په شمول څه کم لس اربکیان یې پکې ووژل.

په کندهار کې بیا خلک هله د دې ډول پېښي په ننداره شول، چې د سردار محمد په نوم د پولیسو یو قوماندان د ولسمشر کرزي پر ورور احمد ولي کرزي باندې په خپل کور کې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه، نوموړی له پېښي سره جوخت ووژل شو او د قندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په امر د ښار پر یوه چوک او د خلکو د ازدحام په ځای کې را وځړول شو.

Sardar-Mohammad

سردار محمد چې د احمد ولي کرزي له وژلو وروسته ووژل شو او د ځايي چارواکو له لورې د ښار پر څلور لارې را ځړول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x