افغانستان

طالبانو د کابل د پرونۍ پېښې په اړه توضیحات خپاره کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار په زړه کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه د تېرې ورځې د موټر بم برید په تړاو طالبانو تازه څرګندونې خپرې کړې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپلو توضیحاتو کې چې یوه کاپي يې نن ټکی اسیا ته هم را رسېدلې، پر دې ټینګار کړی چې د دوی بریدګر په کورنیو چارو وزارت کې د «نفوذي کسانو» په مرسته هدف ته رسېدلی او د ملکي مرګ ـ ژوبلې تبلیغات «بې ځایه» دي.

مجاهد لیکلي، د برید په لومړیو کې پخپله حکومتي چارواکو ومنله چې بریدګر تر لومړۍ دروازې «نظامي قراول» نه تېر شوی «نو چې تر دروازي دننه شی او دوهمې دروازي ته ورسیږي، هلته د عامو خلکو او بازار شتون بې اساسه خبره ده.»

مجاهد پر ځينو رسنیو هم حواله ورکړې چې د پېښ په لومړیو کې يې برید په دولتي تاسیساتو کې د ننه ګڼلی او د پېښې د ځای شاوخوا کې هم «مهم امنیتي دفاتر، لکه د استخباراتو او تروریزم ضد ارګانونه او ګڼ نور مهم دولتي تأسیسات قرار لري چې په دې سیمه کې یوازې حکومتي امنیتي کسان تګ راتګ کولاشي.»

د سرچينې په قول د دوی له بریدګر سره د کورنیو چارو وزارت د ننه نه، همکاري موجوده وه او خپل هدف ته رسېدلی.

طالب ویاند حکومتي اړخ پر دې ملامت کړی چې رسنۍ يې د خپلو تبلیغاتو لپاره مجبورې کړې او ان د څو کلونو مخکې او بهرنیو هېوادونو د جګړې تصویرونه يې د پرونۍ پېښې په نوم رسنیز کړي دي.

هغه لیکي «دا ټول څه ثابتوي چې دښمن نه دی توانیدلی د پروني برید اړوند د ملکي تلفاتو واقعي شواهد او انځورونه پیدا کړي.»

د سرچینې په وینا د دوی بریدګر ملګري له څو ورځو راهیسې دا ځای څارلی و او د مناسب فرصت په تمه و.

د خبرپاڼې په پای کې ټينګار شوی چې دوی د ملکي وګړو مرګ ـ ژوبلې نیت نه لري «زموږ اولس او عام خلک باید ډاډمن واوسي چې اسلامي امارت هیڅکله خدای مکړه داسې اراده نه لري چې بي ګناه خلکو ته زیان ورسوي، زموږ د دې خبرې ښه ثبوت د کانټینینټل حمله ده چې فدایانو یوازې د خارجي اشغالګرو تلاش کاوه او له خپلو هیوادوالو سره یي غرض نه درلود. »

طالب وياند پخپلو څرګندونو کې حکومتي اړخ ملامت کړی چې د عامه ذهنیت د اغفال هڅه يې کړې، خو په وينا يې ناکامه شوي دي.

«دښمن دې ډاډه وي چې په دغسې افسانو او دروغو کله هم حقیقت نه بدلیږي او نه به هم عامه ذهنیت منحرف کړای شي.»

ذبیح الله مجاهد پر امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې د زور د سیاست په بدل کې دې له افغانانو د ګلانو شیندلو تمه نه لري، خو که «د معقولیت او تفاهم اصول پیژنئ نو بیا موږ تر هرچا ښه تفاهم او د سولیز سیاست رغنده پالیسي لرو.»

دغه پېښه چې پرون ماسپښين مهال رامنځته شوه، په نړیواله کچه غندل شوې ده او افغان حکومت نن د همدې او تېرو پېښو په مناسبت «ملي ماتم» اعلان کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عصمت روحاني

له ذبیح الله نه پوښتنه داده چې ته وایې دا د داخله وزارت زوړ تعمیر وو، یعني هلته اوس وزارت نشته نو بیا ستا هدف څه وو؟ د کابل ټول ښاریان خبر دې چې د کوچه مرغا په لاره کې زاړه پاټکونه شته چې هم موټر پلټې او هم پیاده خو دغه کوڅه تر ټولو مزدهمه کوڅه ده، نو آیا ته شرم نلرې چې ولس ته له تور ناولې پټکې سره په سترګو ور ننوزې. که دې رشتیا غیرت او ایمان لرلای نو بګرام ته به دې مخه کړی واې، خو اصل خبره داده چې طالب د اسرائیلو او یهودو… نور لوستل »

مجيب الرحمان

زه د يو عام وګړي په توګه دومره ويلاى شم چې نن ټکى اسيا تر هرې دولتي نادولتي پښتو پاڼې څخه صفا او سپين روڼ مالومات خپروي او تر ټولو ښه بيا دا چې د مسلکي دين پوهانو لخوا او پوهو ليکوالانو لخوا ليکنې خپروي. دلته طالب او مطلوب دولت پلوو او غير تړلو ټولو ته د ليکنې، تبصرې او خبرتيا ؤ خپرولو اجازه شته. بيا هم خپله د وىبپاڼې مسولين بايد د دې په هکله سپيناوى وکړي خو که وې نکړي هم زه ډاډمن يم چې هريو دلته بحث او تکرار پر مخ وړلاى شي. نور تورونه پرېږدئ که… نور لوستل »

عبدالصمد

، هلته تول بازاز او ملکی کسان گرزی را گرزی

محمدعباس

مونږپوهیږو یو شرعی حکمت خپل ځان خدای ته اوعاموخلکوته هیڅ وخت نه ملامت کوی (حکمت) دحکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډیرڅه لیکلی دی خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې د په خپل ځای کې د هرشی ایښودلو ته وایې ،مګر دلته د حکمت کوم چه د حق د لاری داعیان پر هغه متصف وی غالباً حکمت په وینا کې چه علم او موعظه او یا حکمت د نورو سره په برخورد کې دنیکی طرف ته د تشویق لپاره او بدی نه منع کول دی . ابن زید حکمت داسې تعریفوی : هر هغه وینا چې… نور لوستل »

محمد ظاهر

دلوی حشتن په نامه گرانو ددین پتنگان تاسوت بهتره معلومه ده چی په پرونی چاودنه کی 250 نه پورته عام خلک یا شهید شوی دی اویا په اور کی سوحیدلی دی اویا زخمیان شوی دی ته دخلکو په مخ خاوری شیندوی که یقینی توگه تاسوپه خدای ایمان لری داحنگه ایمان دی چی جنایت هم کوی قتل هم کوی ماشومان سپین زیری په شهادت رسوی تا سو خدای حه حواب لری بیا دخپل جنایت کی افتخار هم کوی په دغه تولو کسانو کی شهیدان شوی دی اویا زخمیان شوی کوم عسکر صاحب منصب بهرنی حواکونه لیدل کیژی ………؟ پرته له مظلوم… نور لوستل »

Mohammad Bilal

د تش نوم طالبانو:تاسو سومره امریکایی عسکر وزلی او کورنی مو زورولی او سومره مسلمانان ؟؟؟ دویم: ادیپامبر (ص) وینا درواغ نه ده جه په دی هکله فرمایی ای خلکو وداریژی دمظلومان له اه نه چی بیشکه دخدای او ددی مظلومانو ترمنح حه پرده نشته انشالله خدای قدیر ددی شهیدان غچ به له تاسو قلدارن واخلی دریم: تر اوسه می تاسو طرفداری کوله خو نور یی نه کوم زکه تاسو خوارج یی قاتلین یی سلورم: ستاسو د حکومت طالبانو او اوسنی طالبانو زمکه اسمان فرق راغلی هغوی اوس هم دخلکو زرونو کی دی او ستاسو سره تول خلک دشمنی کوی… نور لوستل »

داکتر م.م. مسافر

ای دخدای لعنت په معاصرو افغانی خوارچو (دپاکستان تالی څټی طالب ، القاعده، حقانیان او داعشیان) او دهغوی په مطبوعاتی خبیثانو شی. نن تکی آسیا یوازینی ملت او اسلام دښمنه ویب پاڼه ده چی ددغو خاینینو مدافعه او دهغوی دغلامی غژ نشروی. وشرمیژی او له خدای نه وډارشی، ترڅو دپردیو غلامی؟

نا پيژاند

زه طرف داري نه كوم ، اكر دا كار د طالبانو له طرف نه شويده خو هر سوك خبل زواب وركوي او بل زما خبره هغه كسانو ته ده جي دورمه ظلم او قتل د امريكايان او د هغوي بلويان جي به دي ١٦ كال د افغان خلكوته كلي ده خو هيس سوك نشته جه به دومره غضب دوي باندي خبري وكي يا تاسو غوندي جي كنزا كُوي ، دوي ته هم كنزا وكي ، او بيا جي طالبان يو كار وكي نو تول د كفر حكومت معاشخوران بيا جغي وهي بيزاي بيزاي خبري كُوي ، د كفر ظالم حكومت… نور لوستل »

محمود

ذبیح الله او د دوی هم سنګرانو ته ووایی چی اسلام ته مو داسی ضربه ورکږه او ورکړی ده چی د اسلام په ټول تاریخ کي هیځ دښمن د اسلام، اسلام دومره لویه ضربه تاوان ندی رسولی دخدای په قار او غضب ککړ شئ. خیر دالله ځواب به ورکړئ.

روح الله روحمل

یوه د حل لاره چی ان شاء الله په یوه میاشت کی به امریکایی اشغال ختم شی خو که واقعی مجاهدین دیته پام وکړی او مظلوم مسلمان ملت نور له دی شره خلاص کړی هغه داچی د امریکا او ناټو ۸۰ فیصده اکمالات،تجهیزات تګ اوراتګ د اسلام آباد کراچی بندر دپاکستان څخه کیږی او ټول ملت ته معلومه هم ده چی امریکا له کومی لاری په افغانستان راغله نو که مجاهدین دغه لاره د امریکایی اکمالات په مخ بنده کړی په الله ج قسم خورم چی په یوه میاشت کی امریکا او ناټو افغانستان کی په ګونډو کیږی خو یوڅه… نور لوستل »

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x