افغانستان

د عامې روغتيا وزارت: د کابل پرونی بريد د امبولانس په وسیله نه دی شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه د طالبانو برید د امبولانس په وسیله نه دی شوی.

د دې وزارت ویاند وحید مجروح له رسنیو سره په خبرو کې وویل، هغه موټر چې بریدګر پکې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړی و، امبولانس نه و.

مجروح هغه څرګندونې بې ځایه وبللې چې برید يې د «کابل امبولانس» په وسیله ترسره کړی ګاڼه.

د هغه په خبره د دوی څېړنې روانې دي، خو دمګړۍ دومره ویلی شي چې برید د امبولانس په وسیله نه دی ترسره شوی.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت دعوه وکړه چې برید د امبولانس په وسیله ترسره شوی او په وينا يې د جمهوریت روغتون د امبولانسونو له تمځای نه يې حرکت کړی دی.

طالبانو د موټر د ډول په اړه څه نه دي ويلي، خو پخلی يې کړی چې د دوی ملګري موټر بم برید ترسره کړی او ګڼو امنیتي منسوبینو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې د عامو وګړو مرګ ژوبلې اړوند تبلیغات د حکومت «ناکامه هڅه» بللې او ډاډ يې څرګند کړی چې د دوی بریدګر د کورنیو چارو وزارت په دننه کې د «نفوذي کسانو» له لوري هدف ته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x