ورزش

کرېکټ: پاکستان د نیوزېلنډ په وړاندې شل اوریزو لړۍ وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پاکستان په دریېمه شل اوریزه لوبه کې نیوزېلنډ لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د شل اوریزو لړۍ یې په ۲.۱ وګټله.

پاکستان ته په دې لوبه کې بریا اړینه وه، ځکه چې په ماتې خوړلو سره پاکستان لوبډله دوهم نمبر ته ښکته کیده خو ددوی لخوا په ننۍ سیالۍ کې د توپوهونکو او توپ اچونکو دواړو لخوا غوره لوبه ترسره شوه او بریا یې خپله کړه، چې په لیست کې یې یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړ.

ددې لړۍ وړاندې د نیوزېلنډ لوبډله د ۱۲۶ نمبرو سره په لومړي نمبر وه، چې د دوه لوبو په بایللو سره ۱۲۳ نمبرو ته ښکته شوه او د پاکستان لوبډله په ۱۲۶ نمبرو په لومړي نمبر شوه، او د نیوزېلنډ لوبډلې څخه یې د یو ورځنۍ لوبو غچ واخیست.

ننۍ لوبه کې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۱ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا فخر زمان یو ځل بیا ښه توپوهنه ترسره کړه او ۴۶ منډې یې جوړې کړې، د نیوزېلنډ لخوا میچل سینټنر په ۴ اورونو کې د ۲۴ منډو په بدل ۲ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د نیوزېلنډ لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۳ منډې جوړې کړې او په ۱۸ منډو یې پاکستان ته لوبه وبایلله، د پاکستان لخوا شاداب خان غوره لوبه ترسره کړه، ده په ۴ اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او ۲ غوره لوبغاړي یې وسوځول چې د نیوزېلنډ لوبډله یې له سخت فشار سره مخ کړه، همدا ډول شاداب خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، له بل اړخه محمد عامر هم غوره لوبه ترسره کړه چې د شل اوریزو لړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې پاکستان لوبډله د سرفراز احمد تر لوبډلمشرۍ لاندې په شل اوریزو لوبو کې ۶ لړۍ ترسره کړي چې په ټولو کې يې بریا خپله کړې ده، او همدا ډول د پاکستان لوبډله په درجه بندۍ لیست کې په لومړي نمبر ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x