افغانستان

مزار ښار کې د دوه وکيلانو د پلويانو تر منځ نښته روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په مزار شريف ښار کې د پارلمان د دوه وکيلانو عباس ابراهيم زاده او د مشرانو جرګې د غړي عباس اخلاقي د پلويانو تر منځ نښته روانه ده.

اريانا نيوز ته يې ځايي خبريال بشير عطايي ويلي، چې دغه نښته لومړی په يوه ودانۍ کې رامنځته شوې چې لومړی لږې ډزې کېدلې اوروسته زياتې شوې.

د سرچينې په وينا، د نښتې ځای ته د نا مسووله وسله والو تګ شېبه په شېبه زياتېږي او د ښکېلو غاړو پلويان د نښتې ځای ته ځانونه رسوي.

ويل کېږي، تر اوسه د پېښې ځای ته امنيتي ځواکونه نه دي رسېدلي او حکومت هم د نښتې مخنيوي لپاره اقدام نه دی کړی.

تر اوسه د دغو نښتو لامل نه دی په ډاګه شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x