
امنیتي چارواکي: استعفاء د روانو ناامنیو مخه نه شي نیولی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل د تېرې ورځې برید وروسته، نن د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي په ګډه خبري ناسته کې ومنله، چې د طالبانو د بریدونو مخنیوی نه شي کولی.
د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي نننۍ خبري غونډې ته وویل، استعفا د حل لاره نه ده، بلکې ګډ کار، د یووالي ساتل او زغم د ناامنیو مخه نیولی شي.
ستانکزي په امنیتي ادارو کې ستونزې ومنلې او د افغانستان له ټولو خلکو یې بښنه وغوښته.
ده وویل، زه له خلکو بښنه غواړم، نن یې هم غواړم، سبا هم؛ خو استعفا کول هم د روانو ستونزو مخه نه شي نیولی.
ستانکزي ډاډ ورکړ، که خلک وغواړي چې د ملي امنیت ریاست پرېږدی، دی به له خپلې دندې استعفا ورکړي.
د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي نننۍ ناستې ته وویل، چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی؛ خو د تل په څېر یې ډاډ ورکړ، چې «افغان ځواکونه به یې مخه ونیسي»
د کورنیو چارو وزیر په پرونۍ پېښه خواشیني ښکاره کړه او یوازې یې د مړه شویو او ټپیان شمېر په ډاګه کړ.
ویس احمد برمک وویل، په پرونۍ پېښه کې ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ تنه ټپیان شوي دي، چې د کابل بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
تېره ورځ طالبانو د کورنیو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې د موټر بم برید وکړ، چې د پېژندتون د برخې ډېری کارکوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
Then where is the problem???