نظــر

نوی متل: چې اشغال وي، همدا به حال وي

ډاکټر پارسا

پرون مازدیګر مې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د اسحاقزو په کلي د امریکایانو او سپیشل فورس عسکرو د چاپې ویډیو ولیده، چې وحشي کردار ته یې اوس هم چورت وړی یم. غریب او سپیره میره کلیوال افغانان چې په ټول عمر یې له حکومتونو ښه ورځ نه ده لیدلې، سپیشل فورس یې په نیمه شپه په کورونو ورلویږي، ښځې او نارینه څوک په مرمیو غلبیل کوي اوڅوک لاستړلي چورلکو ته پورته کوي. پیسې او زیورات غلا کوي، کورونو، موټرو او موټر سایکلو ته اور ورکوي حتی د کشمشو ذخیرې سوځوي او د یوه کلي د ټول کال خواري او مزدوري له منځه وړي.

کلیوالو په ویډیو کې فریاد کاوه چې موږ نه یو خبر چې څوک د کوم جرم سزا راکوي. زما له دماغو لا د معروف د چاپې اغیز نه و وتلی چې مازدیګر مې په رسنیو کې د کابل د برید به اړه انځورونه او ځینې ويډیوګانې ولیدې، برید د کابل په زړه کې شوی و، صدارت څلورلارې ته نږدې، حکومتي چارواکو ویل چې د داخله وزارت د پخوانۍ ودانۍ له لومړي قراول نه د برید ګر موټر تیر شوی و، له تبلیغاتي شور او ځوږ ورآخو کره معلوماتو ویل چې په برید کې زیاتره پولیس له منځه تللي اما دا چې چاودنه درنه وه، شاوخوا یي ګڼ شمیر لارویانو ته هم تلفات رسولي دي.

ما چې په ویډیو ګانې کې د کابل ښاریانو منډې رامنډې، په وینو سرې جامې او د امبولانسونو ټکان ورکوونکې کریغې اوریدلې، اروایي حالت مې نور هم بې خونده شو.د افغان اولس دربدرې ورځې ته سوچ یووړم، له تیرو څلویښت کلونو راهیسې همدا حال دی. که د کابل په برید کې وژل شوي هرڅوک وي. که نظامي وي یا ملکي اوس لاړل او له دنیا رخصت شول. اما پاتې شوني، کونډې او یتیمان یې بیا هم موږ ته راپاته دي او  ددې ملت او هیواد د اوږو بار دي.

د معروف د چاپې او د کابل په وینو لړلو انځورونو ژور چورتمن کړم په همدې فکرو کې ډوب وم، د ماښام د لمانځه په وخت نو داسې وم چې زړه مې غوښتل په زوره زوره چیغې وکړم. کله مې چې په مسجد کې سلام واړاوه، یو سوالګر غږ وکړ چې دربدر او خاک په سر یم مرسته راسره وکړئ. سوالګر هم جګړې ځپلی و او زموږ د اولس یو غړی و چې اوس یې د مسجد په دروازه کې د خیرات څادر ویړ کړی و.

له ماښام وروسته مې د جګړې په عواملو، علتونو او اسبابو فکر پیل کړ، دې نتیجې ته ورسیدم چې د روانو ناخوالو اساسي علت اشغال او زموږ په هیواد کې د پردیو عسکرو شتون دی. همدغه اشغالګر یا خو په خپل قاتلانه عملیات کوي. یا یې د خپلو روزلیواو کرایي جګړه مارو په توسط کوي او یا که مخالف لوری په دوی حمله کوي او ملکي کسان تلف کیږي، دوی ځکه ملامت دي چې که دوی په افغانستان کې نه وای د دا ډول بریدونو ضرورت به هم نه و.

د هیواد روانې غمیزې له ټولو لوری لودن ورک کړی، هره ورځ یا په چاپه، یا په بمبار، یا په چاودنه او یا هم  په بل ډول خلک مري، ښځې کونډیږي، د یتیمانو لښکر زیاتیږي او د ملت د غم او مصیبت پیټی درنیږي. په دې خبره باید ټول پوه شو چې د پخوانیو جګړو اصلي علت که هر څه و، و به . اما د اوسنۍ روانې غمیزې اصلي علت بهرنی اشغال دی. که طالب دی، که حکومت پلوی دی، که ملت پال دی او که سیکولر یا بل څوک دی باید په دې پوه شي چې د روانې غمیزې پای له اشغال سره تړلی دی. او اوس دا خبره په نه انکاریدونکي حقیقت بدله شوې ده چې تر څو اشغال وي همدا به حال وي.

نو راځئ چې په ګډه د اشغال د خاتمې لپاره غږ پورته کړو، امریکایانو ته ووایو چې موږ نه غواړو ستاسو په لاس د دې وطن پرمختګ مو په کار نه دی. هغه پرمختګ به څه کوو چې د دومره سترو غمیزو په بیه یې ترلاسه کړو. زموږ سوله او ورورلي په کار ده که څه هم ډوډۍ مو سپوره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x