دستردیني عالم مرحوم مولوي صاحب اعظم ګل ژوند او مبارزې ته لنډه کتنه

molavi_azam_gulلیکنه  ـــ  قاري سعید

ژوند لیک  

مرحوم مولوي صاحب اعظم ګل  چې اصلي او کورنی نوم یې ( محمد عظیم ) وه ، په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال کې دپکتیا ولایت  دزرمت ولسوالۍ د مموزو دسیمې  دملکانو په کلي کې  دسیمې دیوه مخور  محمد شریف په کور کې دنیا ته سترګې وغړولې ، د دوی کورنۍ له ځایه له علم او دیندارۍ سره تړاو لرونکې کورنۍ وه ، له همدې امله مولوي صاحب اعظم ګل په ډیر کم عمر کې دخپل پلار لخوا  دبل مشر ورور مولوي محمد رفیق غوندې دیني زده کړو ته وقف شو.

نوموړي دماشومتوب په دور کې ابتدائي زده کړې دخپل کلي له ملا امام ( دسیمې مشهور عالم مرحوم ملاتاج محمد ) څخه پیل کړې ، له هغه وروسته  یې داتلس کلنۍ تر دوران پورې دزرمت په ولسوالۍ کې  له  پیژندل شویو علماء  کرامو لکه ( دکډوس خلیفه صاحب صاحبجان ، دباتور ملا مولوي صیب سیدعمر ، دشاه کاریز ملا مولوي محمد ایوب خان ، او دمقرب خېلو اخندزاده صیب  بهاءالحق اخندزاده )  او ځینونورو علماء کرامو څخه درسونه وویل ،  چې له دې وروسته په ۱۳۴۲  هجري لمریز کال کې له خپلو نورو یوشمیر ملګرو طالب العلمانو سره  دغزني په شلګر کې دقلعه جواد دحضراتو مدرسې ( نورالمدارس فاروقیې ) ته لاړ ، او دپاتې زده کړو دترسره کولو لپاره هلته دېره شو.

مولوي اعظم ګل په نورالمدارس کې شپږ کاله مسلسلې  زده کړې وکړې ، او ۱۳۴۸ ه ش کال وه ، چې له همدې مدرسې څخه فارغ او دفضیلت دستار یې په سر کړ .

دنور المدارس مدرسه چې هغه مهال دافغانستان په سطحه یوه ترټولو  معتبره او منظمه دیني اداره وه ، دخپلو ټولو شاګردانو غوندې یې دمولوي اعظم ګل ژوند او فکر ته هم اساسي لوری وټاکه  ، په  دې موده کې چې په افغانستان کې د واکمنو لخوا  ګوندونو ته ازادي ورکړل شوه  ، له موقع څخه په استفاده دهیواد یوشمیر متدینو او ویښو علماء کرامو دحضرت ضیاءالمشائخ  محمد ابراهیم جان مجددي ترمشرۍ لاندې دخدام الفرقان په نامه  تنظیم جوړ کړ ، چې مولوي صاحب اعظم ګل یې هم له فعاله  غړو څخه وه .

د قلعه جواد له حضراتو کرامو سره  دفکري ، روحاني او سیاسي نه شلیدونکي تړاو دپاللو سره سره  مولوي صاحب اعظم ګل له فراغت وروسته خپلې سیمې ته راستون شواو دزرمت ولسوالۍ په هستوګن کلي کې یې   درس جوړ کړ ، چې ګڼ شمیر طالبانو ورسره  سبقونه ویل ، په همدې تدریسي مصروفیت سربیره نوموړی دهیواد له سیاسي اوضاع څخه هم  ناخبره نه وه ، نوموړی په پله پسې توګه  دخدام الفرقان له تنظیم سره په جریان کې وه ، او په زرمت کې یې  دخدام الفرقان له مشهورو اعضاوو لکه  شهید مولوی صیب نصرالله منصور ، مولوي رحیم الله زرمتي ، مولوي صاحب علي شاه ، مولوي محمد عمر او نورو سره یوځای یې دکمونیستانو په وړاندې په فکري او تبلیغاتي مبارزه  لاس پورې کړ.

دوی د خدام الفرقان دتګلارې په چوکاټ کې دسیمې دعوامو ، طالبانو او مکتبیانو  فکرونه تنویرول او  خلک یې دکمونیزم له خطر څخه   خبرول ، دغه راز یې  د واکمنو دبي عدالتۍ او په دیني ارزښتونو دتجاوز په مقابل کې دهیواد په بیلابیلو برخو کې په اعتراضیه غونډو او مظاهرو کې هم برخه اخیسته .

د داود خان دواکمنۍ په مهال کله چې په افغانستان کې یوځل بیا په علماء کرامو باندې ځمکه سره شوه ، مولوي اعظم ګل دلنډې مودې لپاره دایران او خلیج په سفر لاړ ، ددې سفر په موده کې نوموړی په سعودی عربستان کې دحج فریضه هم ادا کړه ، مګر ډير ژر بیرته خپلې سیمې ته راستون شو .

په ۱۳۵۷ ه ش کال کې چې کمونیستان واک ته ورسیدل ، مولوي اعظم ګل له هغو کسانو څخه  وه چې په سیمه کې یې دخلکو په راویښولو کې فعاله ونډه درلوده او په اولس یې غږ وکړ چې د بي دینه کمونیستانو په مقابل کې وسلوال پاڅون وکړي .

دثور له کودتاه وروسته مولوی صاحب  اعظم ګل دوه ځله دکمونیستانو لخوا ونیول شو او دګردیز زندان ته ولوېد ، مګر دالله تعالی  په نصرت  روغ رمټ بیرته راخوشی شو، او په سیمه کې یې په وسلوال جهاد پيل وکړ ، نوموړی دسیمې دمشهور جهادي مشر شهید مولوي نصرالله منصور له نږدې ملګرو څخه وه ، چې دکمونیستانو او شوروي یرغل په وړاندې دشاهیکوټ دجبهې په تاسیس کې یې مهمه ونډه درلوده .

مولوي  صاحب اعظم ګل وروسته دنورو افغانانو غوندې پاکستان ته په هجرت کولو اړ شو، او هورې  دتنظیمونو په مهال ډیره موده دشهید منصور صیب دحرکت په تشکیلاتو کې دجنوب غرب حوزې عمومي آمر پاته شو .

د ډاکټر نجیب دحکومت له سقوط وروسته  مولوي اعظم ګل بیرته وطن ته ستون شو ، نوموړی دتنظیمي جګړو په مهال په پکتیا کې دولایت دمشاور دنده درلوده ، او له خپل نفوذ نه په استفاده یې هڅه کوله چې دبیلابیلو تنظیمونو لخوا دکورنیو جګړو بل شوی اور ته دپای ټکی کیږدي .

کله چې  په ۱۹۹۴ میلادي کال کې په کندهار کې دطالبانو اسلامي تحریک ظهور وکړ، مولوي صاحب دپکتیا ولایت دعلماء کرامو په استازیتوب له یوه  پلاوي  سره کندهار ته ورغی ، او شل ورځې یې هلته تیرې کړې  ، نوموړي په بیرته راستنېدو سره دپکتیا ولایت خلکو ، مجاهدینو او علماء کرامو ته  له ځان سره ډیر امید بښونکي خاطرات راوړل ، نوموړی خلکو ته زیر ی ورکړ چې دهیواد درښتینو بچیانو څخه جوړ یو تحریک راخوځیدلی دی ، چې باید هرڅوک یې ملاتړ وکړي ، دمولوي صاحب او دهغه دملګرو علماء کرامو دهمدې نېک فعالیت له برکته وه ، چې پکتیا ولایت ته  دطالبانو ورتګ په  ولسي هرکلي استقبال شو، او هیچا یې هم مخالفت ونه کړ .

له دې وروسته مولوي صاحب اعظم ګل ترپایه له طالبانو سره دیوه رضاکار همکار په توګه پاته شو ، سره له دې چې کومه رسمي دنده یې ترسره نه کړه ، او پرځای یې د زرمت ولسوالی په مرکز کې د ( دارالعلوم زرمت ) په نامه مدرسه جوړه کړه ، خو دتدریس  دچارو په څنګ کې یې  دامارت له مشرانو ، مجاهدینو او نورو منسوبینو سره  همیشنی تعلق درلود ، هغوی ته یې نیکې مشورې ورکولې ، او دخیر په کارونو کې یې ورسره همکاري کوله  ، په ۱۹۹۶ میلادی کال کې چې په کندهار کې دافغانستان د یونیم زر علماء کراموپه ګډون  ستره غونډه ترسره شوه  مولوي صیب اعظم ګل هم له پکتیا ولایت څخه  په استازیتوب ورغلی وه .

د ۲۰۰۱ میلادي کال تر منځنیو میاشتو پورې مولوی صیب اعظم ګل په خپله مدرسه کې په تدریس بوخت وه ، خوکله چې  امریکایانو په افغانستان برید وکړ ، نوموړی څه موده په خپله سیمه کې واوسید خو کله یې چې خپل ژوند په خطر کې ولید نو  دوهم ځل په هجرت کولو اړ شو، او دپاکستان دبلوچستان  په کچلاغ سیمه کې میشت شو ، مولوي صاحب اعظم ګل هلته هم په متواتره توګه د تدریس ، امامت  او دجهادي تبلیغ مقدسو دندو ته ادامه ورکړه ، ترڅو په   ۲۰۱۱/۹/۲۵  میلادي نیټه چې له ۱۴۳۲/۱۰/۲۷  قمري نیټې سره سمون خوري د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله  د ۶۶ کلنۍ په عمر وفات شو، او د دکویټې دکچلاک سیمې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو( انا لله وانا الیه راجعون )

له مرحوم مولوي صاحب  اعظم ګل څخه دمحمد عزیز ، محمد اسماعیل او حافظ احمدعزیز په نامه دری زامن پاته دي ، چې کشر زوی یې ددیني زده کړو په پوره کولو بوخت دی .

شخصیت او کارنامې

مولوي صاحب اعظم ګل لکه څنګه چې وویل شول ، دخپلو زده کړو دمهال ډيره موده دغزني په نورالمدارس مدرسه کې دقلعه جواد دحضراتو کرامو ( حضرت ابراهیم جان مجددي او حضرت اسمعیل مجددي ) ترڅنګ تېره کړې وه ، څنګه چې یاد شوي حضرات دافغانستان دمعاصرو علماء کرامو په منځ کې رښتیني  عالمان ، دین ته متعهد ، پرهیزګاره او سیاسي درک لرونکي خلک پیژندل کیدل ، هغوی چې  ددې  هیواد تر امامت صغری پورې منحصر شوي  دیني عالمان یې یوځل بیا خپل حیثیت ته ستانه کړل ، او په ټولنه کې یې دنبوي وراثت هیر شوی مقام ورپه زړه کړ  ، دهمدې شاګردۍ له برکته دمولوی اعظم ګل شخصیت هم له دیني علمیت پرته نورې ځانګړنې او محاسن هم درلودل ، چې دلته به ورته په لنډو اشاره وکړو .

مولوي اعظم ګل چې زما ( ددې کرښو دلیکوال ) دری کاله استاد پاته شوی دی ، یو په اصطلاح ویښ  او معیاري عالم وه ، نوموړي سره له دې چې هر سهار یې له لمانځه وروسته په سر کمپله ورکشوله  او دنقشبندیې طریقې خفیه اذکار او مراقبه یې کوله ، دسهار دچایو په وخت یې راډیو هم ضرور اوریده او دنړۍ له حالاتو یې ځان خبراوه ،ده به ویل چې دیني عالم چې ځان ته دپیغمبر وارث وایي ، باید په رښتیني معنی د پيغمبر علیه السلام  صفات په ځان کې پیدا کړي ، په پیغمبر علیه السلام باندې یوازې محراب نه وه خوندي ، بلکې هغه په مسجد نبوي کې امام او مدرس ، په بدر کې غازي ، دعربي قبائلي سردارانو په مجلس کې قومي مشر او مرکچي ، دفارس اوروم دواکمنو په وړاندې  یو سیاسي مشر او پیغام استونکی ، په کور دننه دخپلو میرمنو سره همکار ، او په دنیايي ژوند کې کاسب او دتجارت له ماهرینو څخه وه ، مولوی اعظم ګل په داسې حال کې چې موږ  ته یې دفقه الاکبر ، نورالایضاح  او قدوري  سبقونه  ویل ، مګر ورځنی سیاسي لیکچر یې هم نه هیراوه ، نوموړي به کله  دسبق په منځ کې کتاب  کت کړ، او موږ به یې مخاطب کړو ، چې که سبا تاسو ته وویل  شي چې دیني عالمانو او ملایانو داسلام او وطن لپاره څه کړي دي تاسو به ورته څه وایاست  ؟ او له دې وروسته به یې په لنډه ماضي کې دافغانستان او نړۍ په سطحه  ددیني علماء کرامو دکارنامو او تاریخ په بیانولو پیل وکړ .

هغه باور درلود  چې دصغری امامت دلوازمو سره  د تعلق په شان دکبری امامت ( سیاسي رهبري ) له  لوازمو سره تعلق ، زده کړه او پیژندل یې هم  د هرطالب العلم لپاره ضرور او لازم دي  ، له همدې امله خو نوموړي له مطبوعاتوسره تعلق ساته ، د نړۍ له پیښو او سیاسي جریاناتو یې ځان خبرساته ، دمعاصرو علومو زده کړه یې ضرور بلله ، چې په دې لړ کې  یې په خپله مدرسه کې چې تراووم ټولګي پورې وه  ددیني کتابونو ترڅنګ ، انګلیسي ، ساینس ، ریاضي ، بیولوژي ، تاریخ او جغرافیه  هم په صنف وار شکل تدریسول ، دغه راز نوموړي په هر مجلس او درس کې کوښښ کاوه ، چې طالب العلم  په خپلو ورځنیو سبقونو سربیره نورو  چارو ته هم متوجه شي ، دامت له ستونزو خبرشي ، دکفارو په دسیسو یې سر خلاص شي ، خپل تاریخ او اتلان وپیژنی ، دمسلمانانو دضعف نقطې ورمعلومې شي ، او دبریالیتوب اسباب او مقدمات وپیژني ، نوموړي به د باطني تزکیې په برخه کې هم  ډیر  اصرار درلود او تقوی یې په دیني او دنیوي چارو کې دبریالیتوب لومړی شرط باله ، له همدې امله خو یې هم خپله  دقلعه جواد دحضرت ابراهیم مجددي رحمه الله سره بیعت کړی وه ، او هم یې نور خلک  دهمداسې معتدل طریقت بیعت ته تشویقول .

مولوي صاحب اعظم ګل چې ډير نشیط او ټول خوښی طبیعت یې درلود ، له دیني علم ، تدریس او سیمیزنفوذ سره سره یې له شعر سره هم علاقه درلوده ، نوموړی زیات شمیر شعرونه لیکلي دي ، چې په زیاترو کې یې دهیواد مهمو پیښو او دعلماء کرامو مبارزو ته اشاره کړې ده ، او دمهمو پیښو یادونې یې کړي دي .

نوموړي په شاهي دور کې دافغانستان په بیلابیلو برخو کې دعلماء کرامو دسیاسي فعالیتونو ،  دخدام الفرقان د کړنو او په زرمت کې دخلقیانو په ضد دپاڅون د ورځو په اړه ډير شعرونه لیکلي دي ، او مهمې پیښې یې په کې خوندي کړي دي .

دلته  دنوموړي دیوې اوږدې قصیدې څو بیتونه را اخلو چې دهیواد ځینو مهمو جریاناتو ته یې په کې اشاره کړې ده .

حمد ثنا ده دغني رب الودود          چې عالم یې له عدم نه کړو موجود

بیا دي وي په محمد سلام درود        چې یې نوم دی محمد احمد محمود

ورپسې په پښتو ژبه په داشان          واقعات به دکابل کړمه بیان

هغه وخت چې وه دوره دظاهرخان         په هرځای کې ګډوډ  نجونې هلکان

داود خان وه صدراعظم دهغه وخت         ظاهر خان استراحت کاوه په تخت

ظاهرخان او دداود په زمانه کې         یوزر دری سوه پنځه دیرشم سنه کې

طلب ګار شوه علماء دقندهار         چې حجاب دې وي دښځو برقرار

باجرأ ته خلیفه عبدالقیوم             کرامت یې وه ، وهرچاته معلوم

خلیفه سید امیر نقشبندي             شریعت باندې یې غوښته پابندي

خلیفه صیب د( اونۍ ) دسیدانو         دلوګر دولایت دعالمانو

باجرأته عالم میر  عبدالستار         رب دي ورکړي په جنت کې خپل دیدار

په غزني کې وه ملا شرف الدین         په ( اټل ) کې یې کاوه تدریس د دین

هم دنورو ولایاتو عالمان             چې دامر بالمعروف وه طالبان

پنځه شپږ کاله په داسې بند محکوم                    چې له ویرې یې چا نه اخیسته نوم

په زرمت کې یو ملا وه د(نیکنام )        والي څو وارې ترې وکړ استعلام

ظاهر شاه او داود شول سره بدبین         داود خان په کور کې شو خانه نشین

ارتباط دمعارف او عسکري         له مسکو سره یې جوړه کړه یاري

مولانا منهاج الدین وه ښه  دریځ         چې یې نشر جریده کړه د( ګهیځ )

لوی دښمن وه دکمون او دهریت         څو یې نوش کړ ښکلی جام دشهادت

په غزني کې صدیقي عبدالستار         کړل یې لوڅ د دهریانو پټ اسرار

د ( ندای حق ) په نام وه جریده         ( زرمتي ) په مسؤلیت به چلېده

له هرلوري شوې شروع مظاهرې         ولایاتو او کابل کې شوې نعرې

دکابل پل خشتي په جماعت          ترڅلویښت ورځې زیات وشو نصیحت

اې دولته  اې حکومته اې املته         لږ خو واخلئ بخارا څخه عبرته

په زر دری سوه د پاسه وه داحال         څلورم د جوزا ۴۹  وه کال

ظالمانو یې اواز په خوله کې بندکړ         تقویه یې دخلقي پرچمي ګوند کړ

د برقي ډنډو په زور په فضیحت          شول خارج پل خشتي له جماعت

وه پکتیا کې کور په کور تبلیغ جاري     هغه وخت دنصرالله په مشري

……………الخ

دغه راز په نورو اشعارو کې مرحوم مولوي صاحب اعظم ګل دهیواد ځینې مهمې پیښې دقلم په واسطه قید کړي دي  ، او په شعر کې یې خوندي کړي دي ، چې ډير مهم او لومړی لاس مواد ترې په لاس راتلای شي .

داوس لپاره دنوموړي روح ته په دې دعا سره خپله لیکنه رانغاړم چې الله تعالی دې یې ددین لپاره کړې ستړې ، ستومانۍ  او تکلیفونه قبول وګرځوي ، او الله تعالی دې دده برکت دنوموړي په اولادونو او کورنۍ کیږدي ، ترڅو دا نغری سوړ نه شي ، دغه راز دې الله تعالی دنوموړی په وفات سره دده کورنۍ ، متعلقینو ، مجاهدینو او زما غوندې دده منت بارو شاګردانو ته هم صبر جمیل ، اجرعظیم او نعم البدل نصیب کړي ، هغه رښتیا هم یو رښتیني عالم ، روحاني پلار ، مشفق استاد او حکیم مربي وه !!!

حال ما در هجر استاد کمتر از یعقوب نیست

او پسر ګم کرده بود و ما ( پدر) ګم کرده ام

پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.