افغانستان

کندهار : په خاکریز او ارغنداب کې نفوذي عسکرو ګڼ پولیس وژلي

 

نن ټکی آسیا: له کندهار ولایت څخه د ترلاسه شویو خبرونو له مخې، په دوو جلا جلا پېښو کې یوه پولیس خپله مېرمن، خواښي او خپل قوماندان ویشتلي او په بله ورته پېښه کې بیا د طالبانو دوو نفوذي عسکرو ۵ پولیس وژلي دي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يوه پوليس ساتنمن خپله مېرمن، خواښې او خپل قوماندان پر ډزو وژلي دي.

د دې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې ویلي چې د یاد پوليس په ډزو کې د هغه د کورنۍ دوه نور غړي هم ټپي شوي او دى پخپله هم د پوليسو په ډزو کې وژل شوى دى. سرچینه وايي چې پېښه تېر ماښام اووه بجې د ارغنداب ولسوالۍ په سوخ چالا سيمه کې رامنځته شوې ده. د پېښي نور جزییات تر اوسه نه دي ورکول شوي.

بل پلو د طالبانو ویاند وايي، چې وړمه ورځ ناوخته په خاکریز ولسوالۍ کې  د دوی دوو تنو نفوذي ملګرو ۵ پولیس ووژل او وسلې او مهمات یې له ځانه سره تر خوندي ځایه پورې یووړل.

د طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خبره : «وړمه ورځ دیادي ولسوالۍ اړوند دسیاه سنګ درې په سیمه کې دخیبرعملیاتوپه لړکې دوه تنه نفوذي مجاهدینو په پوسته کې په میشتو عسکرو دخپلو ټوپکوشپېلۍ راواړولي اوپنځه تنه عسکر یې ځای په ځای ووژل او له بریدوروسته دواړه مجاهدین ددښمن له یوه رینجر موټر ، یوراکټ ، یوه ثقیل ، 8 کلاشنکوفونو او نورو مهماتو سره تر مجاهدینو پوري راورسیدل. »

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x