(د کابل تر برید یوه ورځ وړاندې د غزني ولایت په قره باغي سیمه کې د هغه ځای یوه بیوزله کورنۍ د دولتي ځواکونو لخوا په نښه او تنکي معصوم ماشومان یې په وحشیانه ډول ووژل شول ...)

ګډ حکومت د کومو بریدونو د غندلو صلاحیت لري؟!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : ګډ حکومت په کابل کې د کورنیو چارو وزارت پر منسوبینو باندې پرونی برید غندلی او د هغه په شمول یې د انټرکانټیننټل ، کندهار، او ننګرهار د وروستیو بریدونو له قربانیانو سره د خواخوږۍ په پلمه یوه ورځنی ماتم اعلان کړ.

که د جانکیري په لاس د ګډ حکومت له جوړیدو راهیسي د هیواد ویرجنو پیښو خونړي تسلسل ته وکتل شي نو یوه ورځ به هم داسې نه شي پیدا چې هغه دي د افغانانو له وینې تویدنې پرته تیره شوې وي.

له امریکایانو سره د امنیتي تړون لاسلیکول او د هغه په ترڅ کې امریکايي ځواکونو ته د افغان وژنې پوځي صلاحیتونه ورکول ، د هغوي لخوا پر بیوزله افغانانو د بمونو د مور په شمول د زرګونو بمونو غورځول او نوربیشمیره جنایات هغه څه دي چې د ګډ حکومت د محصول په توګه یې د افغانانو د ژوند هره ورځ په ویر او ماتم بدله کړې.

خو ګډ حکومت د دغو ټولو ستونزو او ویرجنو پیښو د اصلي لامل په توګه پر هغو ځان هم نه دی خبر کړی او نه یې کله د هغو د غندلو جرئت کړی دی.

د بیلګې په توګه د تیرې یکشنبې په شپه په کندوز کې امریکايي او دولتي ګډو ځواکونو د چار درې ولسوالۍ په ولسي سیمو باندې د بمبار په ترڅ کې ولسي خلګوته په درنې مرګ ژوبلې ور اړولو سربیره د هغوي په لسګونوکلي وران کړل خو ګډ حکومت په دغو جنایاتو باندې په چشم پوشي سره نه ځان ورباندې خبر کړ او نه یې هم د دغه امریکايي جنایت د غندلو جرئت وکړ.

همدا راز د کابل تر برید یوه ورځ وړاندې د غزني ولایت په قره باغي سیمه کې د هغه ځای یوه بیوزله کورنۍ د دولتي ځواکونو لخوا په نښه او تنکي معصوم ماشومان یې په وحشیانه ډول ووژل شول .

پر دې سر بیره په ننګرهار، کندهار، اروزګان ، هلمند او … کې په لسګونو ځله امریکايي ځواکونو پر ولسي خلګو سربیره خپله دولتي سرتیري بمبار کړي، مګر دا چې برید ګر امریکایان وو نو ګډ حکومت یې په اړه چوپتیا غوره کړې چې دا عمل یې د ډیرو سیاسي شخصیتونو او مدني فعالانو له سختو انتقادونو او نیوکو سره هم مخ شوې.

پرون چې په کابل کې د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت اړوند برحال افسران او ابله ورځ په انټرکانټیننټل هوټل باندې د برید په ترڅ کې امریکایان او نور بهرنیان د طالبانو په بریدونو کې ووژل شول نو ګډ حکومت یاد بریدونه تقبیح او هم یې د هغوی په ویر باندې یو ورځی ماتم اعلان کړ.

که ریښتیا ګډ حکومت د ولس په ویرځان ویرجن بولي د هغو بریدونو په اړه دې د غندلو جرئت وکړي چې عاملین یې یرغلګر امریکایان وي.

خو د یرغلګرو په لاس له جوړشوي حکومت څخه د یرغلګرو د جنایت غندلو توقع خیالست ومحالست وجنون…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د