ورزش

کرېکټ: هند لوبډلې بریا خپله کړه خو لړۍ یې وبایلله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هند کرېکټ لوبډلې سویلي افریقا لوبډلې ته په دریېمه ټیسټ لوبه کې د ۶۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه، خو لړۍ یې په ۲.۱ وبایلله.

د سویلي افریقا او هند لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو دریېمه لوبه د جوهانسبرګ په ونډيررز لوبغالي کې ترسره شوه، چې د سخت پیچ/میدان له کبله ددواړو لوبډلو توپوهونکو ونکړای شول سترې منډې ترسره کړي.

لوبه کې پچه هندوستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې ټوله لوبډله یې په ۱۸۷ منډو وسوځیده، ددوی څخه ویرات کوهلي یو ځل بیا مسؤولانه لوبه ترسره کړه او په ستونزمن وخت کې یې د لوبډلې لپاره ۵۴ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا توپ اچوونکو څخه کاګیسو رباډا ۳، مورنی مورکل، فیلوکاویو او فیلینډر ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د لومړۍ پاڼۍ په بدل کې سویلي افریقا لوبډلې ۱۹۴ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا هاشم املا ۶۱ غوره منډې جوړې کړې.

ورپسې هند سویلي افریقا ته د ګټې لپاره د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه، د سویلي افریقا لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره ښه پېل وکړ، چې په لومړي کې یې د ۱۲۳ منډو پر مهال ۱ لوبغاړی له لاسه ورکړی و خو ټوله لوبډله یې د هند توپ اچوونکو په غوره توپ اچونه او د خراب پیچ له کبله په ۱۷۷ منډو وسوځېده.

ددوی لخوا ډین ایلګر ۸۶ منډې جوړې کړې او تر پایه ونه سوځيد، همدا ډول د هند توپ اچوونکو لخوا محمد شامي ۵ او بومرا ۳ لوبغاړي وسوځول چې په پای کې یې د ۶۳ منډو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې سویلي افریقا هند لوبډلې ته په ټیسټ لوبه کې دوه پرلپسې ماتې ورکړې وې او لړۍ یې هم په دوه ثفر وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x