ورزش

استرالیاوي لوبغاړي له مجیب ځدراڼ څخه ویره لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه د استرالیا او افغانستان لوبډلو ترمنځ نن شپه ترسره کیږي.

د استرالیا لوبډلې لوبډلمشر خبري رسنیو ته د مجیب ځدراڼ په اړه سخته وېره ښودلې چې نوموړی ددوی لوبډلې لپاره ستونزمن ثابتېدلای شي، ده زیاته کړه چې دوی د مجیب توپ اچونې ته د دفاع په خاطر یو شمېر ویډیوګانو کتلو په واسطه دده د غوره توپ اچونې د مخنیوي کوښښ کوي.

مجیب ځدراڼ د نیوزېلنډ په وړاندې په کوارټر فاینل سیالۍ کې په غوره توپ اچونه د مخالف لوبډلې ملا ورماته کړې وه چې ۴ غوره لوبغاړي یې سوځولي و او په ستر توپیر یې بریا ترلاسه کړې وه.

که څه هم استرالیا لوبډله د افغانستان لپاره اسان سیال نه دی او دوی هم غوره توپ اچونکي لري چې کولای شي افغان لوبډله له ستونزو سره مخ کړي، خو بیا هم افغان لوبډله تر لوړې اندازې غوره توپوهونکي لري چې په لوړ هدف ټاکلو کې ښه ثابتېدلی شي.

د استرالیا او انګلستان لوبډلو ترمنځ په تېره لوبه کې د استرالیا سوکه توپ اچونکي «پوپې» د انګلستان ۸ لوبغاړي وسوځول چې د افغانستان لپاره هم ګواښونکی ثابتېدلای شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او استرالیا لوبډلې په ۲۰۱۴م ۱۹ کلنو نړیوال جام کې مخ شوې وې چې افغان لوبډلې استرالیا لوبډلې ته د ۳۶ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x