نړۍ

هندوستان: سخت دریځو هندوانو انتخابات وګټل، حامد کرزي ورته تبریکي وویله

نن ټکی آسیا: د هندوستان مذهبي سخت دریځ ګوند «بهارتیا جنتا پارټي» انتخابات وگټل،  ددغه ګوند مشر نرندرا مودي به  ددغه هېواد نوی لومړی وزیر په توگه  وټاکل شي.

د تفصیلاتو سره سم نن ورځ د هندوستان د انتخاباتو پایلې اعلان شوې او سخت دریځ هندي ګوند بهارتیا جنتا پارټۍ خپل سیال او د هند پخواني واکمن ګوند کانګریس ته ستره ماتې ورکړه. کانګریس ګوند چې مشري یې سونیا ګاندهي کوي، د تیرو ۱۳ کلونو راهیسې د هندوستان واک په لاس کې درلود.

ددغه ګوند یوه مشر راجیو شکلا ویلي چې د بهارتي جنتا ګوند مشرانو د هند پر ولس د سپوږمۍ او ستورو خوبونه خرڅ کړي، موږ به په اپوزیسیون کي ورته کښينو او ددوی سیل به کوو چي څرنګه هغه خوبونه رښتیا کوي.

په هند کې هر ګوند اړ دی چې په پارلمان کې ۲۷۲ څوکۍ تر لاسه کړي، تر څو وتوانیږي د اکثریت حکومت جوړ کړي، خو دا ځل دغه ګوند ټول ۲۸۳ څوکۍ ګټلي، چې تر اصل شمېر هم زیات دي او په لوی اکثریت سره به له نورو ګوندونو څخه لرې خپل حکومت جوړ کړي.

باید وویل شي چې ددغه سخت دریځ ګوند غړو د روانې میاشتې په پیل کې د آسام په ایالت کې تر ۳۰ زیات مسلمانان یوازې په دې تور ووژل چې ددوی ډلې ته یې رايې نه وې ورکړې او داسې ګمان هم کیږي چې په هندوستان کې به د مسلمانانو ژوند ددغه ګوند په واکمنۍ کې نور هم ستونزمن شي.

بل خوا  ولسمشر حامد کرزي د هند نوي واکمن نرندرا مودي ته مبارکي ورکړې او امید یې څرګند کړی چې د افغانستان سره به د هند دوستانه اړیکې نوره هم وده وکړي. ښاغلي کرزي د  د هند ولس ته هم  تبریکي ویلې.

 عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x