ورزش

۱۹ کلنو جام: افغانستان استرالیا ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کې افغانستان استرالیا ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

لوبه کې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، خو د تېر په څېر یې توپوهونکي ښه ثابت نه شول او یوازې اکرام علي خېل ۸۰ غوره منډې جوړې کړې.

همدا ډول رحمان الله ګربز ۲۰، ابراهیم ځدراڼ ۷، بهیر شاه ۴، درویش رسولي ۲، نثار وحدت ۱۱، عظمت الله ۱، نوین الحق او قیس احمد ۸-۸، مجیب ځدراڼ ۱۲ او ظاهر خان ۸ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لخوا غوره توپ اچونه جوناتن میرلو ترسره کړه او د افغانستان ۴ لوبغاړي وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x