ورزش

۱۹ کلنو جام: افغانستان نیمه پایلوبه کې استرالیا نه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د استرالیا ۱۹ کلنو ځوانانو د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو ته د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه، او پایلوبې ته ووتله.

ننۍ لوبه کې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې ښه ثابته نه شوه، دوی په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۱ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا اکرا علي خېل ۸۰ منډې جوړې کړې.

استرالیا لوبډلې د ښې توپ اچونې تر څنګ ښه توپ وهنه هم ترسره کړه چې دوی ټاکلی هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو د ۷۵ توپونو پاتې کېدلو سره پوره کړ.

ددوی لخوا ایډوارډز غوره توپ اچونه ترسره کړه، نوموړی د استرالیا لومړی توپ وهونکی (اوپنر) و چې ۷۲ چټکې او ګټونکې منډې یې جوړې کړې، او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان لخوا قیس احمد په ۱۰ اورونو کې د ۳۵ منډو په بدل ۲ ویکټې ترلاسه کړې، همدا ډول مجیب ځدراڼ او نوین الحق ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه، ددوی لخوا په ډګر ساتنه کې د ځینو غلطیانو څخه د استرالیا اوپنر ایډوارډز ګټه پورته کړه او چټکې ۷۲ منډې یې جوړې کړې چې د استرالیا په ګټه کې يې مهم رول ولوباوه.

د کرېکټ مبصرینو د افغانستان لومړی توپوهنه د هوا او پیچ حالت ته په کتلو سره ددوی پرېکړه غلطه وښودله، او همدا ډول د استرالیا لوبډلمشر هم په پېل کې ویلي و که مونږ پچه ګټلې وای لومړی به مو توپوهنه ترسره کړې وه.

دا لومړی ځل دی چې افغان ۱۹ کلنه لوبډله په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده، همدا ډول به دوی د دریم مقام لپاره د هند یا پاکستان لوبډلې سره لوبه کوي.

د هند او پاکستان ترمنځ په ۳۰ جنوري د سه شنبې په ورځ دوهمه نیمه پایلوبه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x