افغانستان

دفاع وزارت: پر ۱۱۱مې فرقې شوی بريد پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري وايي، کابل کې په ۱۱۱مې فرقې شوی بريد د څلورو بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

تر دې مخکې راپورونه ورکول شوي و، چې دغه بريد د مارشال فهيم پر نظامي پوهنتون شوی خو د دفاع وزارت وياند وزيري وايي چې دغه حمله د ۱۱۱ فرقې پر يوه جزوتام شوې ده.

د وزيري په وينا، په بريد کې د ۱۱ دولتي عسکرو د وژل کېدو سربيره ۱۶ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

نوموړی وايي، بريد نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې پيل شو او پنځو بريدګرو پکې برخه لرله چې له ډلې يې يو تن ژوندی نيول شوی او څلور نور وژل شوي دي.

د بريد مسئوليت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x