افغانستان

د کورنيو چارو وزارت امنیتي ادارو کې د طالبانو د همکارانو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د هغې دعوې پخلی وکړ، چې په لوړه سطحه په امنيتي ادارو کې خپل همکاران لري.

په کابل کې د شنبې، د پېښې په تړاو طالبانو دعوه کړې وه، چې بریدګر يې په کورنیو چارو وزارت کې د نفوذي کسانو په مرسته تر خپل هدفه رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پرون له رسنیو سره په خبرو کې ومنله چې طالبان په امنيتي ادارو کې همکاران لري چې د ټولو ادارو په تړاو معلومات ورسره شریکوي.

برمک پر دې افسوس ښکاره کړ چې په امنیتي ادارو کې د طالبانو همکاران له هغوی سره په بریدونو کې مرسته کوي.

هغه وویل، هڅه کوي چې دا کسان په نښه او د محاکمې مېز ته يې راکش کړي.

دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امنیتي چارواکی پخپلو ادارو کې د طالبانو د همکارانو پر شتون د هو سر ښوروي.

په تېرو څو ورځو کې خونړیو بریدونوګڼو امنیتي مسوولینو ته مرګ ژوبله اړولې چې پر انټرکانټنینټل هوټل له برید لنډه موده وروسته د کابل په زړه کې د د تېرې شنبې برید ګڼې پوښتنې را پورته کړې دي.

په دې برید کې چې طالبانو پکې تر دووسوو ډېرو امنیتي مسوولینو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې، چارواکي پکې د ملکي تلفاتو خبر هم ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x