
دبۍ: د کوکاکولا د بوتل په سرپوښ ټلیفوني اړیکه نیول کیږي
په متحده عرب اماراتو کې د کوکاکولا کمپنۍ د سوداګریز کمپاین یوه عجیبه طریقه ایجاد کړې.
د کوکاکولا کمپنۍ د ټلیفون لپاره ځانګړې کابینونه (خوني) جوړي کړي، او د هیواد په مختلفو سیمو کې د ګاریګرو له هستوکنځيو سره نږدې ئې نصب کړي دي.
دغو نصب شوو خونو ته د (خوښۍ ستړې مه شې) نوم ورکول شوی، او ترې د ټلیفوني اړیکو د نیولو ځانګړتیا دا ده چې د کوکاکولا د بوتل سرپوښ په کې د نقدي پیسو په توګه استعمالیدی شي.
د کوکاکولا د بوتل د یو سرپوښ په بدل کې خلک کولای شي د درې دقیقو لپاره نړیوالي ټلیفوني اړیکي ونیسي.
په متحده عرب اماراتو کې کاریګر، چې اکثره ئې د جنوبي اسیا د هیوادونو اوسیدونکي دي، له دې سهولیت څخه ډیر خوښ دي.
په دبۍ کې د کوکاکولا کمپنۍ ویاند ویلي چې د یوې میاشتې په اوږدو کې ۴۴۰۰۰ تنو کاریګرو د کوکاکولا د بوتل د سرپوښونو په مټ له خپلو کورنیو سره ټولټال د ۱۳۴۰۰۰ دقیقو په اندازه تلیفوني اړیکي نیولي دي.
ویل کیږي چې د دغو ټلیفوني خونو مخ ته ګڼ شمیر کاریګر په داسې حال کې په کتارونو ولاړ وي چې د کوکاکولا د بوتل سرپوښونه ئې په جیب او په لاس کې له ځان سره راوړي وي.
{youtube}zlA9tXYxD8g{/youtube}