افغانستان

د اندونزیا ولسمشر کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ارګ وايي ټاکل شوې نن د اندونزیا ولسمشر جوکو ویدودو کابل ته راورسېږي.

د اندونزیا ولسمشر تر دې وړاندې پاکستان ته هم تللی و او د افغانستان پر وضعیت يې خبرې کړې وي.

د سرچينې په قول د اندونزیا ولسمشر به له محمد اشرف غني سره یو ځای رسنیو ته هم خبرې ولري.

جوکو ویدودو وروسته له هغه دا سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې يې په افغانستان کې د سولې راوستو په برخه کې هم سینه وډبوله.

د اندونزیا ولسمشر وویل، دوی به هڅه وکړي چې د ځینو اسلامي هېوادونو له علماوو نه ګډه کمېټه جوړه کړي، چې په افغانستان کې پر روان وضعیت بې پرې بحث وکړي.

د روان لمریز کال په پیل کې محمد اشرف غني هم اندونزیا ته سفر درلود او دوه میاشتې وړاندې د سولې شورا یو پلاوی هم هغه هېواد ته تللی و.

د ملي شورا غړی زلمی زابلی وايي، حکومت د تېرې اوونۍ له قربانیانو سره د خواخوږۍ په پلمه د اندونزیا د ولسمشر د راتګ په مناسبت رخصتي اعلان کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x