
د اندونيزيا ولسمشر کابل ته رارسېدلی دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی او دلته به د ګډ حکومت له چارواکو سره په د سولې سربېره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.
ويدودو نن غرمه ۱۲:۲۰ کابل کې د حامد کرزي پر نړيوال هوايي ډګر ښکته شو او د ګډ حکومت له لوري يې تود هرکلی وشو.
د ګډ حکومت مرستيال ولسمشر سرور دانش، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ماليې وزير اکلیل حکيمي، د کابل ښاروال او يو شمېر نور چارواکي د ښاغلي جوکو ويدودو هرکلي ته د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو.
نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی، ټولې دولتي ادارې تړل شوي دي او تمه ده، چې د اندونيزيا ولسمشر به تر راتلونکو څو ساعتونو د ګډ حکومت له مشرانو سره خبريالانو ته ګډه وينا وکړي.
کابل ته د اندونيزيا د ولسمشر د سفر هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړيکو د پراخولو سربېره د سولې په اړه د اندونيزيا د همکارۍ وړانديز دی او همدارنګه ټاکل شوې، چې د اندونيزيا ولسمشر به د ماليې وزارت د نوې ودانۍ پرانيسته وکړي، چې د ياد هېواد په مالي لګښت جوړه شوې ده.
د افغان سولې په اړه اندونيزيا ويلي، چې علماء او حکومت به يې د رښتينې سولې لپاره له افغانستان سره هر ډول مرسته وکړي، خو د سولې عالي شورا د ياد هېواد له علماوو غواړي، چې د روانې جګړې د دينې توجيه په اړه د افغان حکومت په ملاتړ د طالبانو پر ضد فتوا صادره کړي.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د اندونيزيا حکومتي علماء به د ګډ حکومت دا غوښتنه ومني او که نه.