د سالنګ لویه لاره د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سالنګ لویه لاره د سختې واورې ورېدنې له امله د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

له پرون مازیګر راهیسې پر سالنګونو واوره اوري، چې د ډېرې واورې له امله دواړو خواوو سلګونه بار وړونکي موټرې درول شوي دي.

د سالنګو د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب ویلي، واوره ورېدل له تېر مازیګر پیل شوي او د هوا پېژندنې ادارې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې د واورې او باد اټکل کړی دی.

د رجب په خبره، د درنې واورې ورېدو له امله یې دغه لاره د باروړونکو موټر پرمخ تړلې ده.

له تېرې ورځې راهیسې په سویلي او شمال سالنګ واوري اوري، چې د درنې واورې ترڅنګ ورسره سخت باد هم لګېږي.
تراوسه په سویلي سالنګ کې د واورې کچه تر ۸۰ سانتي مترو او په شمالي سالنګ کې د واوره تر ۲۵ سانتي مترو پورې رسېدلې ده.

سالنګ لویه لاره پلازمېنه کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي، چې هر کال د ژمي په موسم کې د واورې، اورښتونو او د سخت باد له امله د ټرافیکو پرمخ تړل کېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د