افغانستان

په کندوز کې د تاجکستان پر قونسل برید شوی

نن ټکی آسیا: چارواکي وايي، چې ناڅرګنده وسله والو په کندوز کې د تاجکستان پر قونسل برید کړی.

د چارواکو په وینا په برید کې د تاجکستان قونسل ټپي شوی؛ خو نوره مرګ ژوبله نه لري.

د بدخشان د والي احمد نوید فروتن له معلوماتو سره سم، په کندوز کې د تاجکستان قونسل رستم محمدوف له بدخشانه کندوز ته پر لاره و، چې د ناڅرګنده وسله والو تر برید لاندې راغی.

د نوموړي په خبره، محمدوف په لاس لګېدلی او ټپي شوی او اوس مهال په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی.

سېمه یېز چارواکي وايي، چې دغه بهرني ډيپلومات له امنیتي کړیو سره په نه همغږۍ کې سفر کاوه.

تر اوسه چا د پېښي پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x