سپینه ماڼۍ

واشنګټن پوسټ: تېرې اوونۍ د امریکا د تګلارې ناکامي په ډاګه کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): واشنګټن پوسټ پخپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د تېرې اوونۍ پر پېښو تبصره کړې او دا يې د امریکا د جنګي تګلارې ناکامي بللې ده.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د تېرې اوونۍ پېښو دا په ډاګه کړه چې د امریکا تګلاره ناکامه او ښايي بريا ته ونه رسېږي.

د سرچينې په باور د ټرمپ له لوري د دې تګلارې تر اعلان میاشتې اوړي، چې په دې څو میاشتې کې داسې ښکاري چې بریا ته به ونه رسېږي.

واشنګټن پوسټ افغان امنيتي ځواکونه هم د طالبانو پر وړاندې بې وسه او ناکام بللي.

د ورځپاڼې په باور تېرو بریدونو دا وښوده چې لا هم افغان امنيتي ځواکونه هغومره نه دي پياوړي چې حد اقل ځانونه خوندي وساتي.

د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د کابل پر انټر کانټنینټل برید لا هم بې جزیاتو پاتې دی، چې تېره شنبه په پلازمېنه کابل کې د طالبانو موټر بم برید تېره پېښه تر سیوري لاندې راوسته.

په ورته وخت کې د فراه د سقوط ته نږدې کېدو اندېښنې زورورې شوې او هلمند هم د یو زورور موټر بم برید شاهد و.

د یادو پېښو د غندنې په پیغامونو کې لا هم د ناټو او امریکايي چارواکو پخپلې تګلارې ټینګار وکړ او پر طالبانو يې غږ وکړ چې یا دې وسلې پر ځمکه کېږدي یا دې هم خپلې خاتمې ته شېبې شماري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د