افغانستان

عطامحمد نور: زموږ او ارګ تر منځ یوازې سپينه ماڼۍ منځګړيتوب کولی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې،۱۳۹۶ل): عطامحمد نور په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې ویلي «هغه یو سپین ږېری دی، احترام يې پکار دی، خو خبرې يې ماته ارزښت نه لري.»

نور وايي،اصلاًمعلومه نه ده چې هغه له کوم موقفه خبرې کوي، د ارګ او موږ تر منځ یوازې سپينه ماڼۍ منځګړیتوب کولی شي، تر هغه ښکته څوک نه پېژنم.

زلمي خلیلزاد ویلي و، د عطامحمد نور پر وړاندې ارګ او نړیوالو شریکانو ته نوره حوصله نه ده ور پاتې، باید موضوع يې یو طرف ته شي.

عطامحمد نور ګواښ کړی، که ارګ ژر له جمعيت سره یوې هوکړې ته ونه رسېږي، نو دوی به لاريونونه پیل کړي.

نور وايي، ارګ باید له جمعیت سره موافقې ته ورسېږي، کنه هغه وخت چې «موږ کوڅو ته راووځو تاسې به ډېر پښېمان شئ!»

هغه د شنبې برید اړوند هم امنیتي مسوولین ملامت وبلل او ويې ویل که دی د ولسمشر پرځای وای، ټول امنيتي مسوولین يې پر دار ځړول.

د ارګ او عطامحمد نور لانجه نږدې دوو میاشتو ته رسېږي، چې تر اوسه د ارګ له لوري د معرفي شوي والی انجینر محمد داود برخلیک نه دی معلوم.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې جمعیت ارګ ته دوولس مادې وړاندې کړې او پر ډېرو يې توافق شوی دی.

د شنونکو په باور د یو شخص یا هم ډلې له لوري د ټول نظام ننګول دا په ډاګه کوي چې حکومت يې پر وړاندې جدي ګام نه شي اخیستلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دا پر دې مانا ده چې ته د واشنګتن نکاح شوې ارتینه یې او یو هیواد خرڅونکی لاسپوڅی یې ،تف لانت پر تا فاسد !
تاجکبازي د هیڅ په درد نخورې ځکه لومړی ته غلام او بیا یو متعصب غیر اسلامي تاجک باز یې ! ددشتې لیلې شهیدان
د ستا د محکومه ولو لپاره ، د یوي اسلامی محاکمی امر ته انتظار باسي !! انشاءالله وخت به یې راشي !!

mha

The White house will ask you, where did you get the two Milliard dollars assets and cash from?

Karwan

دغه بي وجدانه بداخلاقه امريکاي غلام فکر کوي چه په بلخ کشي نور افغانان دماموريت حق نلري . معلم عطا که ته غواړي چه سياست او خلکو ته خدمت وکړي نو بيا ولاړ شه په. پکتيا، خوست، کندهار ، لغمان او داسي نورو ولايتونو کشي ماموريت وکړه او هغوي ته هم مصدر دخدمت شه. بلخ خو ستا د پلار او نيکه په ټيکه نه ده رسيدلي. خلک پوهيږي چه بدماشي دشروع کړي. اما وخت به راشي او بيا به سوال او ځواب درسره وشي. دافغانستان دورستويو کلونو ټولي پيښي په تاسو بدماشانو پوري تړا لري. تر پرون پوري په غرونو… نور لوستل »

مجيب الرحمان

د خولې دې جارشم زما محترمه پښتون وروره، اصلآ د يو فرقه پاله، سخت دريځ او فاشيستې ډلې لکه د جمعيت او شوراى نظار د ذهني ناروغ عطاچور څخه چې لقب يې چور دى داسې انساني طمع کول ندي پکار خو ته يوښه انسان يې چې بيا هم د ه ته مهلت ورکوې خو داسې تېروتنې له پخوا څخه شوي او پښتانه سياستوال غولېدلي تر دا ننه پورې خپل خو تاوان چا کړى او بيا يې هم څوک کوي نور خو د يو انسان په توګه د افغانانو لپاره چې هرڅوک خدمت کول غواړي بايد دغه ډلې ايې پېژندلي وي… نور لوستل »

Karwan

د نن ټکي اسيا د محترمو کارکونکو څخه هيله کوم چه زما نوشتي هميشه خپري کړي. زه شخصن دهيچا سره کوم مشکل نلرم او افغانان ټول زما وروڼه او خويندي دي او هغوي هميشه پرما د احترام حق لري. دغه څه چه ليکم البته د زړه له درده يئ ليکم، ځکه ډير نارواح کارونه وينم او مجبورشم چه يوڅه وليکم.

په درناوي. کاروان ستاسو ورور

الحاج استاذ بیانزی

زمونږ د هیواد اشغال خو د لمر په شان ښکاره دی ، زمونږ زمکه یی په ټانکو او هوایی په الوتکو پوښلی ، د دی په ځای چه مونږ دوی تالاشی کړو ویزی ورکړو هغوی مونږ تالاشی کوی او ویزی راکوی . مګر په څنګ کی یی زمونږ د مظلوم اولس ، سیمی او نړیوالو د تیرویستلو او د خبلو استنعماری او استثماروی چارو د اسانتیا د پاره یی یوه لاسپوڅی اداره چه هغه هم ناوړه او فاسده اداره ده د برچی په زور په زوره تپلی او داسی یی وانمود کوی چه خلکو ورته رایوی ورکړی په ټآکنو ټاکل… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x