جنرال نیکولسن چېرې ورک دی؟

جیلاني پښتون

د امریکایي ځواکونو مشر، جنرال نیکولسن چې ویل به یې طالبان به ریز مریز کړم، د هیواد ځمکه او فضا به په امن کړم،د اشرف غني له حکومته به د نړۍ مثالي حکومت جوړ کړم او د بلیک هاک او جنګي طیارو په زور به د ټرمپ ستراتيژي د بریا تر منزله ورسوم. دغه راز یې دې ته ورته نور د خولې توپونه او لاپې شاپې هره ورځ ګردانولې.

مګر دا څو ورځې چې په کابل کې د امریکایي سفارت او آیساف قومندانۍ له ګاونډ سره درز او دروز دی، نیکولسن هم خدایزده په کومه سوړه ځان منډلی او داسې ورک دی چې ها د چا خبره په دوربین کې یې هم درک نه لګیږي.

د نیکولسن مریدان او داخلي شاګردان هغه چې امریکایي پوځي حضور  ورته د ټولو ستونزو علاج او حل ښکاري او  هغوی چې په خبري کانفرانسونو او غونډو کې به  د نیکولسن لیکچر او لاپو شاپو ته صم بکم ناست ول، اوس په دې سخته ورځ باید له خپل ډوزمار جنرال نه پوښتنه وکړي چې راشه اوس دې وضعیت ته پرتوګ وکړه کنه.

نیکولسن چې  زموږ په هیواد کې د جګړې د دوام تر ټولو ستر داعي بلل کیږي. هغه چې پرلپسې په جګړو، بمبارونو، وژنو او د زور په سیاست ټینګار کوي، د اشرف غني په حکومت کې ځینو ته یو مثالي جنرال او د افغان اولس ملاتړی ښکاري. نو ځکه یې روزانه جنګ پاروونکې خبرې تکراروي او جنګي افکار یې بدرګه کوي.

خو د نیکولسن مریدان په دې نه دې خبر چې د نوموړي د جنګي چلند یوازینۍ نتیجه هغه څه ده چې دا څو ورځې یې د کابل په کوڅو کې پایله او مستند شواهد وینو. تجربو ثابته کړې چې د افغانستان خلکو چې یو ځل پاڅون وکړ بیا یي د ټوپک او بمبار په زور تابع کول نه د شوروي په وس پوره ده او نه هم د امریکا.

هغه متل خو به ټولو اوریدلی وي چې افغان له چاسره په زور جنت ته هم نه ځي مګر په رضا یې شاید دوزخ ته هم بوځې. جنګیره نیکولسن فکر کوي چې د ځواکونو په زیاتولو، د بمبار او چاپو په ډيرولو او د باروتو او مرمیو په ډير استعمال سره به هغه افغان مقاومت کنترول کړي چې په تیرو اوولسو کلونو کې ورباندې دامریکا او ناټو ګڼ جنرالان ستړي شوي دي.

خو دا ډوزمار جنرال خبر نه دی چې دا ملت د فشاري ماین خاصیت لري. چې ورباندې څومره فشار وارد شي همدومره د قوي انفجار تمه ترې کیدلای شي. چې په نتیجه کې به یې وضعیت تر دې حده رسیدلی وي لکه په دې وروستیو کې چې په کابل کې د څو حملو په محال ولیدل شو. چې بیا یې به یې جنګیره جنرال هم د لیدلو تاب او طاقت نلري.

که ورک او پټ شوی جنرال نیکولسن دا ځل له خپلې سوړې راووت، نو مریدان یې باید مشوره ورکړي چې ستا د زور او ټوپک سیاست دلته ناچله دی او پرلپسې غمیزې زیږوي او ماتمونه زیاتوي. نو ځکه ښه دا ده چې نور د خپل حماقت او سرټمبګۍ له مرکب نه راکوز شې او له طالبانو سره د واقعي، منطقي او نتیجه ورکوونکي تفاهم لاره ونیسې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د