ورزش

د ویسټ انډیز لوبغاړي د پیسو په خاطر خپله لوبډله پریږدي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ویسټ انډیز کرېکټ ځینو لوبغاړو د خپل هېواد لپاره د لوبېدو پرځای د پیسو په لالچ کې تجارتي سیالۍ لوبېدل غوره کړي.

ددوی لخوا سنیل ناراین، کیرن پولارډ، انډري رسل او ډاین براوو پرېکړه کړې چې د خپلې لوبډلې پر ځای به د پاکستان سوپر لیګ کې برخه واخلي، دغه لیګ به د فروري میاشتې په ۲۲مه نېټه دوبۍ کې پیلیږي.

څو ورځې وړاندې د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ د غوراوي لوبو لپاره چې په زمبابوې کې ترسره کیږي ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې د یادو لوبغاړو نوملړ په کې شامل نه وو.

دوی ددغې خبرې پخلی هم کړی او اندیښنه یې ښودلې چې دغه لوبغاړي له دوی سره په لوبډله کې نه دي شامل شوي.

یاده لوبډله له تېرې ډیرې مودې راهېسي ښه نه ځلیږي چې له امله یې په پای کې د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته د کوالیفای لپاره په غوراوي هېوادونو کې شامل شوه، چې لومړی به د غوراوي سیالۍ ترسره کوي او بیا به د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته داخلیږي.

د یادونې وړ ده چې د غوراوي سیالۍ به د لسو هېوادونو ترمنځ د روان کال د مارچ میاشتې په پېل کې په زمبابوې کې ترسره کیږي چې له دې څخه به دوه لوبډلې نړیوال جام ته غوره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x