fbpx

د جعلي خبرونو مخنیوي لپاره فیسبوک سروی پېل کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): فیسبوک د روان ۲۰۱۸م کال په سر کې اعلان کړی و چې د اعلانونو او خبرونو پر ځای به د خلکو پوسټونو او روابطو ته لومړیتوب ورکوي.

خو ددې خبر نه یوه اوونۍ وروسته پر فیسبوک، ددروغو خبرونو خپرولو تهمت پورې شو، آن چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې يې ددې څو خبرونه هم خپاره شول.

ددې تهمتونو او هر څه وروسته د فیسبوک بنسټ ایښودونکي «مارک زوکربرګ» په ۲۰ جنوري اعلان وکړ چې د دروغو خبرونو خپرولو د مخنیوي لپاره به فیسبوک سروی ترسره کوي، او ددې په اړه به له کاروونکو څخه مختلفې پوښتنې وشي چې ددې پایلې ته په کتلو سره به فیسبوک د خبرونو خپرولو پرېکړه کوي.

دغه سروی لا پر فیسبوک نه ده پېل شوې خو هغه پوښتنې چې فیسبوک به یې له کاروونکو څخه کوي روښانه شوي.

ویل کیږي چې لومړی به له فیسبوک کاروونکي نه د هغه ویبپاڼې په اړه وپوښتل شي چې خبر یې خپور کړی وي چې ایا ددغې ویبپاڼې په اړه معلومات لري که نه؟ د هو او نه په صورت کې به بله پوښتنه مخ ته راشي چې ددغې ویبپاڼې محتوا او خبرونو په اړه څومره باور لري؟

د دوهمې پوښتنې ځوابولو لپاره به کاروونکي سره ۵ اختیاره وي، (بشپړ، ډېر زیات، تر یوه اندازې، تقریبا نه، نه)، چې کولای شي پخپله خوښه او باور سره یو له دغو انتخاب کړي.

له بلې خوا امنیتي ماهرینو پر دغه سروی اعتراضونه پورته کړي چې دا به د جعلي خبرونو مخه ونه نیسي، خو فیسبوک باوري دی چې دغه لاره به له دوی سره هرو مرو مرسته وکړي، فیسبوک زیاتوي چې ددې پایلو لپاره به له کاروونکو څخه نورې پوښتنې هم وشي چې په پایله کې به یې په اړه پرېکړه وشي.

ددې سروی پېل کېدو نېټه لا نه ده روښانه شوې خو ویل کیږي چې فیسبوک به پر دغه سروی ډېر زر کار پېل کړي.

د یادونې وړ ده چې فیسبوک په دې وروستیو کې د کاروونکو لخوا د یو شمېر شکایتونوو په ترڅ کې اعلان وکړ چې دوی به د سوداګرۍ، برانډونو او رسنیو خبرونو زیات پوسټونه له منځه ویسي او پر ځای به یې د خلکو شخصي ژوند ته لومړیتوب ورکړل شي چې ترمنځ یې د اړیکو نیولو لامل جوړ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د