افغانستان

طالبانو ته د غني ګواښ: د ولسي خلکو غچ درنه اخلم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې،۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني طالبانو ته ګواښ کړی، چې د وروستۍ خونړۍ پېښې غچ به ترې واخلي.

اشرف غني نن په ارګ کې د اندونیزيا ولسمشر جوکو وديدو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وويل، چې طالبان د جګړې په ‌ډګر کې مات شوي او له همدې امله يې پر ولسي خلکو بريدونه پيل کړي دي. دی وايي، چې «طالبان د خپلو بادارانو له امرونو سرغړونه نشي کولی او د هغوی په امر ملکي خلک وژني»

غني دا هم ويلي، چې طالبانو د لومړي ځل لپاره د ملکي خلکو د وژل کېدو مسؤوليت پر غاړه اخيستی او زیاته کړې يې ده، چې طالبان به يا «د افغانيت او اسلاميت» په منلو د سولې لاره نيسي او يا به هم خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

اشرف غني په داسې حال کې طالبانو ته ګواښ کړی، چې د ولسي خلکو د وژلو غچ به ترې واخلي، چې د چارو کارپوهان حکومتي چارواکي او امنيتي مسؤولين د خلکو په ژغورلو کې په ناغېړۍ او ناکامۍ تورنوي.

د څارونکو په وينا د اشرف غني ګواښ يوازې د خلکو د غوسې کمولو هڅه ده او له همدې امله يې نن په هېواد کې ملي ماتم هم اعلان کړی و.

د چارو کارپوه فیض ځلاند او اسد وحيدي په خپلو څرګندونو کې حکومت د خلکو په ژغورلو کې ناکام بولي او زياتوي، چې حکومتي چارواکي د خپلو عسکرو ساتنه او دفاع نشي کولی، د عامو خلکو به څنګه واخلي؟

وړمه ورځ د کابل ښار صدارت څلور لارې کې د کورنيو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ سره د طالبانو امبولانس بم بريد کې شاوخوا درې سوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، چې طالبان يې دولتي عسکر او حکومت يې ولسي خلک بولي.

اشرف غني په داسې حال کې طالبانو ته ګواښ کړی، چې د ګډ حکومت چارواکي د امریکايي ځواکونو له لوري د ولسي خلکو او حتا امنيتي ځواکونو د وژلو پوښتنه نه ده کړې او نه يې هم تر اوسه کومه رسمي اعلاميه خپره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

ځه احمقه تا هیواد ، پلار ، نیکه او خپل قام ټول خرڅ کړل نو ته اتقام نشې اخستی او ته دومره عاجز غلام یې چې خپل مامور نشې ایسته کولی نو ته به اسلامي لښکرو ته څرنګه ماتې کړې !! وهۍ وهۍ دالر وهۍ خپل اولس وژنۍ !!
ته او دا نور دې د ۲۱ قرن غټ جنایتکاران یاست چې دا مسلمان ملت په دالرو خرڅوۍ او وژنۍ یې !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x