افغانستان

انوارالحق احدي: بهرنيان د افغان کړکيچ په مهارولو کې ناکام شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې،۱۳۹۶ل): د افغانستان د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي وايي، بهرنيان په هېواد کې د روانو نا امنيو او روان کړکيچ په مهارولو کې ناکام شوي او که دغه وضعيت همداسې دوام پيدا کړي نو د ملي يووالي حکومت به ډېر ژر سقوط وکړي.

احدي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته د وروستيو نا امنيو او بريدونو په اړه حکومت ملامت کړ او دا يې د ګډ حکومت د مشرانو کمزوری مديريت وباله.

نوموړي وويل، که حکومت له روانو ستونزو څخه د وتلو اراده لري نو د سياسي مشرانو او ګوندونو ګډه ناسته دې راوبلي ترڅو له روان کړکيچ څخه د وتلو حل لاره پيدا شي.

ښاغلي احدي زياته کړه، امنیتي مسئولين د امنیت د ټينګولو پر ځای په سياسي هلو ځلو بوخت دي، چې دغې چارې د پوځ په ليکو کې پر سرتيرو منفي اغېز کړی دی.

نوموړي وړاندوينه وکړه، که د حکومت کمزوري او نا امني همداسې دوام پيدا کړي ښايي دغه وضعيت ګډ حکومت د سقوط تر بريده ورسوي.

په دې وروستيو کې د مرکز کابل په ګډون د هېواد په بېلابيلو سيمو کې د طالبانو د بريدونو په اړه حکومتي چارواکو اعتراف وکړ چې د بريدونو پر مهال له مخالفینو سره له داخل څخه مرسته کېږي.

تېره ورځ د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په حکومتي پوځي او ملکي ادارو کې د طالبانو د نفوذ خبره تاييد کړه او زياته يې کړه د پوځي ليکو سربيره د حکومت په داخل کې ځينې کړۍ او سياستوال د هغوی مرسته کوي.

څه موده مخکې طالبانو ويلي و، په پوځي ليکو کې سلګونه نفوذي کسان لري او له موقع څخه په استفادې به په بهرنيو او افغان چارواکو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

جھل مرکب ۔ھغہ داجڰړ‎ہ نورہ څنڰہ اوږ‎دہ کړ‎ی او دیی وائی چی پہ مھارولو کی ناکام شوی

mha

The two headed government is against the constitution.

pattang

ای فاسده انسانه د اشغالګرو یوه د واده خیښه خو ته هم وې او دکرزي په کابینه کې ګډیدې او ټول ګمرکونه د لوچکو
افغان ملتیانو ته وسپارل ! اوس د بیا حرامزادګي شروع کړې دې دېخوا او هغې خواته منډې وهې !
نالت پر تا احمق يو څو وخته دځان فروفیسور هم معرفي کاوه تر څو چې ما رسوا کړې !!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x