نظــر

بغاوت یا د پردیو لوبه ؟

محمد آصف خواتی

یوه نیمه میاشت مخکې ولسمشر د بلخ د والي له مخکې لیکلې استعفی ومنله خو والي نه داچې دامقام نه پریږدي، مرکزي حکومت ته التیماتوم ډوله پیشنهادونه او اخطارونه ورکوي ، حکومت مړې سترګې ورته نیولې او نوی والي مزار شریف ته نشي استولی.

دا څه معنی لري بغاوت یا دپردیو لوبه ؟

ډیری پدې لوبه کې بهرنیان ښکیل ګڼي. دا بیا ددې معنی لري چې د عطا محمدنور د بغاوت تر شا د پردیو لاس دی چې دا د پردیو بله لوبه ده. که دا د پردیو لوبه نه وي څرنګه څه موده مخکې همدې پردیو کندهار ته د نوموړي د تلو مخه ونیوله خو پدې وروستۍ یوه نیمه میاشت کې یې د بدمعاشیو او بغاوت مخه نه نیسي ؟

په خواشینۍ سره باید دا ومنو چې بهرنیان تر دې بریده په ننيو چارواکو اغیز او نفوذ لري چې د پردیو د مشکوکو مشورو، د ستورونو او کړنو په اړه د پوښتنې جرئت هم نلري . له بله پلوه د هیواد د جګپوړو کړنې د توطئې دتیورۍ پر اساس عملي کیږي. بې اتفاقي، چل ول او د یو بل تیر ایستنه یې معمولي چلند ګرزیدلی دی . ژمنتیا ، رښتینولي او د یو بل زغمل ورته ګناه بریښي. د ارګ او بلخ تر منځ روان جنجال د ولسمشر او عطا دهمدې چل ول او د یو بل د تیر ایستنو د معاملو منطقي پایله هم ده .

ټولو ته څرګنده ده چې تیر کال د ولسمشر او عطا ترمنځ لیدنې کتنې وشوې او د دې کتنو په ترڅ کې دواړه یو لړ توافقاتو ته رسیدلی وو چې په هغو کې د ولایت څخه د عطا پر استعفي هم موافقه شوې وه او نوموړي خپل استعفی لیک هم ولسمشر ته سپارلی و.

دا معامله عطا په پټه د جمعیت د ګوند له آدرسه تر سره کړه چې دا د اجرائیه رئیس او د اسلامي جمعیت سره خیانت و. دا چې وروسته ولې د دوی تر منځ تودې اړیکې سړې شوې او په دښمنۍ واوښتې څرګند نه دي.

ولسمشر چې د والي استعفی لیک له ځانه سره درلود د اجرائیه رئیس د موافقې له مخې یې د ولایت څخه د نوموړي د ګوښه کولو پریکړه وکړه. د بلخ والي د ولسمشر دا پریکړه د توافقاتو خلاف وګڼله، د مرکزي حکومت خلاف یې د بغاوت جنډه پورته کړله او د ملي یووالي حکومت یې د مخکنیو توافقاتو د نه عملي کولو له امله غیر قانوني وګاڼه.

دملي یووالي حکومت چې د اساسي قانون خلاف منځته راغلی او سربیره پر دې ددې حکومت توافقات ندي عملي شوي ، حکومت دعطا د څرګندونو او اعلامیو په وړاندې په خورا کمزوري دریځ کې ودراوه. داسې بریښي چې غني چمتو دی دعطا ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي پدې شرط چې عطا ولایت پریږدي.

یو شمیر روڼ اندي چې د ننۍ واکمنۍ څخه د عطا په شان لوټمارانو ګوښه کولو هرکلی کوي، د بلخ د والي تبدیلي یوه ښه اقدام ګڼي خو دوی دې ته پام نه را ګرزوي چې دا حکومت د جګړه مارانو او لوټمارانو څخه جوړ شوي یو بنسټ دی.

که یو جګړه مار یا لوټمار ظاهرآ د واک څخه لیرې کیږي بل یې ځای نیسي. پخپله د عطا پر ځای د هغه د استاد ګومارنه ، کوم چې عطا ته یې وژنې ، ورانونې او لوټمارۍ ښودلې دي د پاسنی ادعا غوره بیلګه ده. که چیرې پدې وروستیو کې په واکمنۍ کې نویو ګومارنو ته ځیر شو په هر بنسټ کې دیوه جګړه مار پر ځای بل او یا د پخوانیو لوټمارانو زامن ځای پرځای شوي دي. څرګند ساری یې دوې ورځې مخکې د فراه او پروان د والیانو په توګه د شمال ټلوالې د جګړه مارانو ټاکنه ده.

د پورتنیو څرګندونو پر بنسټ ویلی شو چې تر څو اشغال پای ته نه وي رسیدلی ، د چارواکو خپلسري ، د واک مختلفې جزیرې او د هغو سره جوخت به جګړه دوام ومومي او د سمون او بدلون راوستل یو خوب او خیال دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

محترم ليکوال ته سلامونه بيا د ده دغې څرګندونې سره همغږى يم چې وايي)(د پورتنیو څرګندونو پر بنسټ ویلی شو چې تر څو اشغال پای ته نه وي رسیدلی ، د چارواکو خپلسري ، د واک مختلفې جزیرې او د هغو سره جوخت به جګړه دوام ومومي او د سمون او بدلون راوستل یو خوب او خیال دی) خو پوښتنه ترې لرم چې پدې اوس وخت کې امريکايي او ناټو پوځونو دا پتېيلې ده چې نور پوځيان به هم افغانستان ته استوي او د ناټو مشر ينس سټولټنبرګ بيا وايي چې که بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي نو دا… نور لوستل »

خواتی

ګرانه وروره مجیب الرحمان! ستاسې دپوښتنې د ځواب په اړه به عرض کړم چې په افغانانودا جګړه تحمیل شوې ده. زما په ګومان داشغال دختم لپاره امریکایانوته په کارده چې دافغانستان څخه دخپلوپوځیانو دایستلومهالویش دټاکلوسربیره دطالبانوسره نیغ په نیغه دسولې خبرې پیل کړي . دخبروپه ترڅ کې دراتلونکې حکومت دجوړښت اوڅرنګوالې په هکله هوکې ته درسیدووروسته دم، م ترنظارت لاندې دامنیت دشورا ددایمي غړواو ګاونډیانوڅخه چې دافغانستان په کورنیوچاروکې لاسوهنه نه کوي ، اودلاسوهنې له امله به تعزیرات پرې لګیږي تضمینونه واخیستل شي اوضمنآ افغانستان دیوه ناپییلې هیوادپه توګه وپیژندل شي. داډول تضمینونه کولی شي د۹۰ کلونودشخړواوجګړو مخه ونیسي اودې… نور لوستل »

غ.حضرت

ښاغلی خواتی صاحب زما د یو بل ډیجیتالی اطاق انډیوال ؤ چه کومه ورځ مو ماشومانو غوندی سره دعوه وکړه او اطاق ئې را پرېښود. خوښ یم چه جوړ او روغ دی او خوښ سوم چه یو ځل بیا ئې د قلم نوک او ډنګری ګوتی وینم. یوه خبره چه د عطا خان په هکله ګاهی زما ذهن ته راځی داده چه: عطا خان څو میاشتی مخکی پخپله خوښه استعفی وړاندی کړه او غڼی خان هم دده په استعفی خوښ شو. داسی ښکاری چه غنی غوښتل چه د ګلب الدبن د شملې او مُسکا په اتکاء د جمیعت کمبله لږ… نور لوستل »

خواتی

غلام حضرت خانه !تا سې که کومې ماشومانه لوبې کوی دا لوبې وکړی. زه نه دلوبولیوال یم، نه دکوڅې اوبازاري لوبو سره مینه لرم اونه دیوشمیرپلورل شوو وګړوپه شان دپردیو دلوبو لوبغاړی .تاسې ته پدې ماشومانه لوبو کې خوښي غواړم.

غ.حضرت

خواتی صاحب!
داسی ښکاری چه زما او ستا د فکری دریځ تر منځ واټن ډېر دی.
ته پر پښتو مین ئې او زه پر کوم بل شی.
بله داچه ما پخپله وروستۍ لیکنه کی ستاسی په وړاندی کومه ګوستأخی نده کړې چه دومره راته ببر شوې.
په هر صورت، ولیدل شی چه افغان ملتیان زموږ د ملی سرنوشت سرګردانه کښتۍ کوم ځای ته رسوی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx