نړۍ

وال سټريټ ژورنال: ايران سوريه کې د جګړو لپاره افغانانو ته پيسې ورکوي

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، چې د ايران حکومت ايران ميشتي افغانان سوريې ته د اسد په ملاتړ دجګړو لپاره ليږي. وال ستريټ ژورنال زياتوي، چې ايراني حکومت هر افغان ته د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر ورکوي، تر څو سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ د اسد رژيم د مخالفينو سره وجنګيږي.

نوموړې ورځپاڼه زياتوي، چې دايران حکومت ټولو ايران ميشتو افغانانو ته وړانديز کړی، چې که سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ د جګړو ليکو ته ولاړ شي، نو د ټول عمر لپاره به ورته ايران کې د ژوند اسانتياوې او د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر ورکوي.

وال سټريټ ژورنال د ايران قم ښار کې له اوسيدونکي افغان شعيه مذهبی عالم “ايت الله کابلي” له قوله ليکلي، چې دوی ايران ميشتي افغانان سوريه کې د جګړو لپاره هڅوي.

وال سټريټ ژورنال د ايت الله کابلي له قوله وايي، چې دوی داسې غريبو افغانانو پسې ګرځي، چې شام کې د بشارالاسد په ملاتړ د هغه مخالفينو سره د جګړې په اوله ليکه کې وجنګيږي. په دغه صورت کې به نوموړو جګړه مارو ته ايران کې د ژوند، صحت او تعليم ټولو اسانتياوو تر څنګ د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر هم ورکول کيږي.

د کارپوهانو په وينا ايراني چارواکي افغانان ځکه سوريې کې د جګړو لپاره هڅوي، تر څو دغه هيواد کې د ايران پلوې حزب الله ډلې او شامي مليشو د مرګ ژوبلې کچه راکمه شي.

تېره پنجشنبه هم ځينو رسنيو د افغان جنګيالو د مرګ خبرونه خپار کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x