fbpx

کانټنینټل بریدګر: پلار د کندهار زوی د غزني …!!!

صلاح الدین ایوبي

دا د افغانستان د پرمختللو استخباراتو، ملي امنیت، رسمي فیسبوک پاڼه ده. د کانټیننټل هوټل د بریدګر له پلار سره یې مرکه کړې او یو انځور یې ورسره نشر کړی. وايي چې دا د کانټیننټل هوټل بریدګر دي. له یوه سرتیري بریدګر څخه یې سورخط تاوکړی چې ددې سپین ږیري مرکه کونکي زوی دی.

د ملي امنیت له لوري تازه نشر شوې ویډیو:

یاد انځور چې د ملي امنیت له لوري نشر شوی، دا څو کاله مخکې د هغو سرتېرو بریدکونکو دی، چې په هرات ولایت کې یې د امریکا پر کونسلګري یې اتلوال برید وکړ.

طالبانو د دې بریدګرو په اړه معلومات د ۲۰۱۶ز کال د نومبر په میاشت کې د (بدري لښکر ۶) په نوم اصدار کې خپاره کړل.

دلته یې وګورئ او یا کښته یې کړئ (امریکايي ویب پاڼه).

سره له دې چې له څه باندې یو کال راهیسې پر فیسبوک او د ګوګل په ویب پاڼو یې انځورونه او ویډیوګانې هم نشر شوې دي، خو بیا هم دوی د هرات بریدکونکي ونه پېژندل.

غم یوازې دا نه دی چې بریدګر یې نه دی پېژندلی، بله ناپړیته یې دا ده چې سرتېری بریدګر د غزني ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو پلار یې د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی،!

او دا کله دې منلو ده چې پلار دې د کندهار وي او زوی دې یې د غزني وي ؟!

او د کوم سالم عقل څښتن به ومني چې انځور د هرات د بریدګر دی خو پلار یې ورته د کانټیننتل هوټل د بریدګر راوستی دی. په حقیقت کې په خپل ځان پورې تمسخر دی. له دې ځایه معلومه شوه چې د دوی هر څه تر تبلیغاتو او افواهاتو پورې مربوط دي.

نو معلومه خبره ده چې د کندهار څخه یې د هاشم لوګرۍ په څیر یو کس راوستی او د کمرې مخته یې کښېنولی او څه چې ورته دوی وایي، هغه یې تکراروي، او تش په نوم ازادې رسنۍ یې هم په ډیر احمقانه ډول ورسره بدرګه کوي.

د کابل لاسپوڅي رژیم او د غرب مزدورې رسنۍ همیشه حقایق تحریفوي، او تل هڅه کوي تر څو حقایق تحریف او په چل او فریب سره عوام وغولوي او خپله ناکامي د حقایقو په تحریف سره پټه کړي..

ارګ پوټوشاپ

رسنۍ یې پوټوشاپ

دلته هر څه پوټوشاپ

هيره دي نه وي چې د ملي امنیت تر مخه ارګ هم د پوټوشاپ څخه په استفادې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ریک ټیلرسون سره د ملاقات انځورونه رد او بدل کړي وه چې وروسته حتی نیویارک ټایمز رسوا کړل. ارګ په خبرپاڼه کې ویلي وه چې د ګډحکومت دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله د ټیلرسون سره په ارګ کې وکتل خو وروسته د امریکایانو له لوری نشر شوي انځور څخه څرګنده شوه چې ملاقات په حقیقت کې په بګرام کې په یوه نظامي کوټه کې شوی خو ارګ ددې شرم د پټولو لپاره د کمرې ځیني اړخونه د پوټوشاپ په واسطه بدل کړي وه چې وروسته رسوا شوه.

ارګ خپور کړی – فوټوشاپ شوی

حکومتونه او راج پر اولسونو په دروغو او پوټوشاپ نشي کېدلای.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

بلی هو: هر څه فوتوشاپ بېله د لندن تر قوماندې لاندی د قاتل طالب مسلحانه جنګ